کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د سوداګریزو ستونزو د حل او د سړک د رغنیزو چارو د چټکتیا لپاره د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ ګډه ناسته شوې.
ناسته کې دواړو لورو د سړک د رغنیزو چارو د ځنډ د حل لپاره د ګډې کمېټې د جوړېدو پرېکړه کړې او ایراني چارواکو ډاډ ورکړی، چې د یاد سړک د رغولو چارې به چټکې کړي.
کابل کې د ایران سفیر ویلي، افغانستان هر کال ایران ته تر ۵۰ میلیونه ډالرو زیات صادرات لري او هېواد یې له افغانستان سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمن دی.
د سوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو پیاوړتیا ته په کتو، دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/