معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې د حمـ.ـاس تونلونو اسراییلي اشغالګرو ته لوی سرخوږی جوړ کړی

غزه کې د حمـ.ـاس تونلونو اسراییلي اشغالګرو ته لوی سرخوږی جوړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بي بي سي فارسي رسنۍ چې یو خبریال او کمره مین یې غزې تونلونو ته ورغلي وایي، د غزې په لر و بر کې د حـ.ـماس د تونلو شبکې د اسراییلي اشغالګر پوځ د ځمکنیو عملیاتو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی.

د دوی په وینا حـ.ـماس جنګیالي له دې تونلو څخه پر اسراییلي اشغالګرو د چریکي بریدونو لپاره په لویه پیمانه کار اخلي.

نړیوالې رسنۍ وایي، چې اسراییلي اشغالګرو د ځمکنیو او هوایي بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو بې دفاع فلسطینیانو شمېر نږدې ۲۲ زرو ته رسېدلی او ۵۷ زره نور بې دفاع وګړي ژوبل شوي دي.

د رسنیو له قوله د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې مقاومت کې ګڼو اسراییلي پوځیانو ته هم مرګ – ژوبله اوښتې او په البریج، نصیرات، مغازي او د خان یونس سیمو په ډېری استقامتونو کې یې شا تګ ته اړ کړي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو په ډیپلوماتیک ډګر کې د اسراییل کلک ملاتړ کړی او دغو اشغالګرو ته یې د وسلو اکمالات اوس هم روان ساتلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس