معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې اسراییلي پوځ ته تېره ورځ تر ټولو درنه مرګ – ژوبله اوښتې

غزه کې اسراییلي پوځ ته تېره ورځ تر ټولو درنه مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۴  مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې غزه کې د حمـ.ـاس جنګیالیو اسراییلي پوځ ته تېره ورځ لوړه مرګ – ژوبله اړولې ده.

د خبر پر بنسټ، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې اسراییلي سرتېرو غوښتل په غزه کې د دوو ودانیو د ویجاړولو لپاره هغو کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي، خو د حــ.ـماس جنګیالیو هغه ټانک په راکټ وویشت، چې د اسراییلي پوځ امنیت یې نیولی و.

خبر زیاتوي، چې د ټانک د چاودنې له امله ودانۍ په خپله اسراییلي سرتېرو ړنګه شوه.

اسراییلو په دغه پېښه کې د خپلو ۲۴ پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی، خو یو شمېر سرچینې بیا دغه ارقام تر دې لوړ ښیي.

راپورونه وایي، چې د غزې تړانګې په جنوب او مرکزي سیمو کې د حمـ.ـاس جنګیالیو اسراییلو یرغل ته درانه ځوابونه ورکړي دي.

د اسراییلي پوځ ویاند دانیال هاګاري ویلي، دوی به د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې وکړي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا پېښه د اسراییلو لپاره توره ورځ ګڼلې، خو ټینګار یې کړی چې به دا جګړه به ونه دروي.

د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د اسراییلو لخوا په غزه کې د روانو پوځي بریدونو له امله تر اوسه نږدې ۲۵ نیم زره بې دفاع ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۷۰ زره تنه نور یې ژوبل کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس