معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

غزني ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب   ۱۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي، چې د تېرو کلونو په پرتله روان کال دې ولایت ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د خبر پر بنسټ، هغه کسان چې د غزني له لرغونو سیمو یې لیدنه کړې، تاریخې ابدې یې د هېواد ژوندی تاریخ بولي او له حکومت او خلکو غواړي، چې د پخوانیو ابدو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي، څو د ګرځندوی صنعت لا وده وکړي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین زیاتوي، چې یو شمېر لرغونې ابدې یې د ړنګېدو له ګواښه ژغورلي دي.

دوی وايي، چې د تاریخي ابدو د رغونې برخه کې یې هڅې روانې دي، چې د ګرځندوی صنعت به ورسره وغوړیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس