معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عمران خان په کلابندۍ کې له بیا نیول کېدو وېره لري

عمران خان په کلابندۍ کې له بیا نیول کېدو وېره لري

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۸ نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د دغه هېود مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران اندېښنه څرګنده کړې، چې د لاهور په زمان پارک سیمه کې یې استوګنځی پولیسو محاصره کړی او ښايي بیا ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې عمران خان تېره سه شنبه د پلازمېنې اسلام آباد له یوې محکمې د مالي فساد په تور ونیول شو، خو وروسته د پاکستان سترې محکمې د نوموړي نیول غیر قانوني وبلل او خوشی یې کړ.
بلخوا د پاکستان پنجاب صوبه کې د اطلاعاتو ایالتي وزیر عامر میر ویلي، حکومت د عمران خان نیولو په تړاو هېڅ پرېکړه نه ده کړې.
د پنجاب اطلاعاتو وزیر زیاته کړې، عمران خان د حکومت د پارولو هڅه کوي.
نوموړی وايي، حکومت ته داسې تایید شوي راپورنه رسېدلي، چې په زمان پارک کې له دېرشو تر څلوېښتو پورې ترهګرو پناه اخیستې.
د نوموړي په وینا تېر ځل د عمران خان له نیول کېدو وروسته چې په لاهور ښار کې د قول اردو قوماندان کور سوځول شوی و، هغو کسانو ته هم له همدې ځایه لارښوونه کېده او پر پوځي تاسیساتو برید کوونکي هم په همدې زمان پارک کې پټ شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس