معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / عمران خان او مېرمن یې په ۱۴ کاله بند محکوم شول

عمران خان او مېرمن یې په ۱۴ کاله بند محکوم شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانۍ رسنیو ویلي، چې د پاکستان یوې محکمې د توشه خانې په مقدمه کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌ بي ته د ۱۴ کاله بند سزا اورولې ده.

د خبر پر بنسټ، د غویي په ۲۰مه عمران خان د اسلام آباد په یوې محکمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و، چې لومړی اټک زندان کې و او له هغه وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.

تحريک انصاف ډلې د محکمې دغه پرېکړه يوه ټوکه او سياسي انتقام بللی.

د دې ډلې وياند ﺭووف حسن ویلي، د پاکستان د محکمو تاﺭيخ د ډېرو بدو پېښو او بدو پرېکړو شاهد پاتې شوی دی.

د دغې پرېکړې له مخې چې د پاکستان د احتساب محکمې کړې، بشرا بي‌ بي او عمران خان ته د توشه خانې په مقدمه کې د ۱۴ کلونو بند سربېره ۱.۵ میلیارده جرمانې د ټاکلو ترڅنګ هغوی دواړه د ۱۰ کلونو لپاره نه شي کولی، دولتي دندې ترسره کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس