معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / شي جن‌‌پنګ د سرپرست حکومت د سفیر باور لیک ومانه

شي جن‌‌پنګ د سرپرست حکومت د سفیر باور لیک ومانه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چین ولسمشر “شي جن‌پنګ” د چین لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت د سفیر په توګه د بلال کریمي باور لیک ومانه.

د خبر پر بنسټ، ولسمشر “شي جن‌پنګ” د سرپرست حکومت د سفير د باور لیک منلو پرمهال نوموړي ته چین کې د سفیر په توګه ښه راغلاست ویلي او په کارونو کې یې ورته د بريا هیله کړې.

د بارو لیک د منلو په مراسمو کې د سرپرست حکومت سفیر د چین د بهرنیو چارو وزیر “وانګ یي” سره هم لیدلي او نوموړي هم افغان سفیر ته د چین ولسمشر ته د باورلیک د وړاندې کولو له امله مبارکي ویلې ده.

تر دې مخکې د سرپرست حکومت رییس الوزرا هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کابل ته د رالېږل شوي سفیر “جاو شنګ” باور لیک هم منلی و.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس