سوېلي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالره مرسته کوي

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده.

کهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د سوېلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی هڅه کوي د انسانانو د ژغورنې لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

دغه هېواد زیاته کړې چې، دوی د خوړو نړیوال پروګرام ته په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي په موخه ۳۲ میلیونه ډالر ورکوي.

بلخوا په سوېلي کوریا کې افغان سفیر د دغه هېواد له مرستو مننه کړې ده او ټینګار کوي چې له دغه هېواد د لا ډېرو مرستو د جذب لپاره هڅه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *