سوداګرۍ وزارت له بلاروس سره د سوداګرۍ په زیاتېدو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د بلاروس د صنایع وزارت له مرستیال سره کتلي او دواړو لوریو د سوداګریزې راکړې – ورکړې د کچې په لوړېدو یې خبرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت رسنیز دفتر زیاته کړې، چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په سوداګریز بیلانس کې د انډول په موخه د دواړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکټور د پلاویو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو غونډو پر جوړولو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

په ورته‌ مهال د بلاروس پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ له معین سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ اریوبي ویلي، چې اوس مهال افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره لازم سهولتونه او فرصتونه رامنځته شوي چې هغوی کولای شي د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-105772299284903/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *