معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کډوالو چارو وزارت له څلورو موسسو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

د کډوالو چارو وزارت له څلورو موسسو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۳   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې له څلورو خصوصي موسسو سره یې د ۳۴۲ زره امریکایي ‌ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.

د خبر پر بنسټ، د دې تړونونو له مخې به دغه اندازه پیسې د نغدي او غیر نغدي مرستو په توګه د اړمنو کورنیو لپاره د زده‌ کړو د زمینې برابرولو او په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، کندوز، او بغلان ولایتونو کې د سوداګرۍ د ودې په موخه لګول په مصرف ورسول شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس