معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د کونړ ولسوالیو ته دوه کاله وړاندې په اخیستل شوې لمریزې برېښنا سیسټم کې د پراخې درغلۍ خبرې کېږي

د کونړ ولسوالیو ته دوه کاله وړاندې په اخیستل شوې لمریزې برېښنا سیسټم کې د پراخې درغلۍ خبرې کېږي

د کونړ ولسوالیو ته دوه کاله وړاندې په اخیستل شوې لمریزې برېښنا سیسټم کې د پراخې درغلۍ خبرې کېږي

راپور: ګوهر صافی

د کونړ ولایت پنځلسو ولسوالیو ته دوه کاله وړاندې د اخیستل شوې لمریزې برېښنا سیسټم کې د پراخې درغلۍ له امله، دغه سیسټم ډېر ژر له کاره لویدلی دی او چارواکي وایي چې د دې سیسټم په اخیستو کې درغلۍ، دوی تورتم ته کینولي دي.
د ګهیځ موندنې ښیي چې په دې پروژه کې اخیستل شوي سامان الات د بازار له اصلي قیمت نه څو برابره لوړ اخیستل شوي دي، په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا دا پروژه په کونړ ولایت کې د ولسوالیو د تعمیرونو د روښانولو لپاره دوه کاله وړاندې پلې شوې ده.
په هغو ولسوالیو کې چې دا پروژه پلې شوې چارواکي وایي چې په یاد سیسټم له اتو میلیونو زیاتې افغانۍ لګېدلې خو کار یې په نشت برابر دی.
دوی د دې پروژې په قرارداد کې د درغلۍ خبره کوي او زیاتوي چې د لمریزې برېښنا د دې سیسټم لپاره اخیستل شوې سولرې او بټرۍ په څو برابره زیات قیمت اخیستل شوي خو کیفیت یي خورا ټیټ دی.
د سرکاڼو ولسوال ډاکټر همیش ګلاب وایي چې یاد برېښنایي سیسټم دوه کاله وړاندې جوړ شوی خو په اولو ورځو کې يي هم کار د نشت برابر ؤ.
نوموړی زیاتوي:” په دې برېښنایي سیسټم کې په هره ولسوالۍ کې اته لس سولري ښیښې او اته بټریانې نصب شوې وې، له بده مرغه د ښیښو او بټریو کیفیت یي هغسې نه وو لکه چې په قرارداد کې ذکر شوې وې.”
د نوموړي په وینا دې سیسټم له پیله سم کار ونکړ او په ډېره لنډه موده کې بېخي له کاره ولوید، چې دی مجبور شو او خپله یي د ولسوالۍ لپاره د برېښنا سیسټم په خپل شخصي لګښت برابر کړ.
ډاکتر همیش ګلاب وایوایي: ” ما خو پخپله د سرکاڼو ولسوالۍ لپاره د برېښنا سیسټم جوړ کړ اړین وسایل مې ورته په خپل شخصي لګښت واخیستل اوس په ولسوالۍ کې یوازې د ورځې لخوا برېښنا وي او د شپې لخوا هېڅ برېښنا نه لرو.”
دی همدارنگه زیاتوي چي د ټولو هغو ولسوالیو له چارواکو سره یي اړیکه کړې چې دا سیسټم پکې نصب شوی ؤ او ټولو یې د کیفیت د خرابوالي شکایت وکړ.
که څه هم یو شمېر چارواکو له دې وېرې چې کار ته یې ستونزه پېښه نه شي له غږ ثبتولو ډډه وکړه، خو له څو تنو سره چې د ګهیځ خبرې وکړې، د کونړ په ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا سیسټم یې نه یوازې نیمګړی او ناکام سیسټم وباله، بلکې ددې پروژې په عملي کیدو کې یې د درغلۍ یادونه هم وکړه.
دوی وايي ولایتي ادارې ته يې د دې سیسټم شکایتونه کړي، خو په ځواب کې ورته ویل شوي، چې یاده پروژه د شپږو میاشتو لپاره وه او شرکت يې نور د جوړولو مسؤولیت په غاړه نه لري.
د کونړ ۱۵ولسوالیو ته د سولري برېښنا سیسټم جوړلو د قرارداد کوم اسناد چې ګهیځ ترلاسه کړي په هغې کې د یوې۲۵۰ولټه ښېښې قیمت۱۲۴۰۰ افغانۍ او د یوې بټرۍ قیمت۲۰۰۰۰ افغانۍ ښودل شوی دی.
خو په بازار کې د یوې ښې سولري ښېښې قیمت۴۰۰۰ او د ښې بټرۍ قیمت۸۰۰۰ افغانۍ دی، چې د ټولې پروژې قیمت اته میلیونه، یو سل دوه شپېته زره، دوه سوه او پنځوس افغانۍ کېږي. دغه قرارداد د عبدالوکیل افغان لوژیستیکي خدمتونو شرکت سره لاسلیک شوی دی.
بل خوا ددې شرکت مسؤول نصیر احمد وايي چې دوی د قرارداد سره سمې ښیښې او بټرۍ اخیستي دي: “موږ سره چې په قرارداد کې کومې جرمنۍ سولر ښیښې او بټرۍ وې هغه مو اخیستي، قرارداد مو پوره کړی، شپږ میاشتې مو ضمانت کړی وو هغه وخت پوره شوی، هېڅ یوه بټرۍ له یوه یا یو نیم کال زیات وخت کار نه کوي.”
خو د سولري ښيښو سوداګر بیا وایي چې افغانستان ته جاپانۍ او جرمنۍ ښيښې نه راځي، مګر د دوی په خبر یو شمېر قراردادیان په چینايي ښيښو او بټریو د جاپان،جرمني او کوریا نښانونه لګوي او پر حکومت یې په لوړ قیمت پلوري.
په اسعدآباد کې د سولري ښېښو او بټریو له ټولو پخواني او مشهور سوداګر حاجي علي احمد ګهیځ ته وویل: ” دا ټولې چينایي ښيښې دي، افغانستان ته جرمنۍ او جاپانۍ ښيښې نه راځي.”
دغه د سولري ښېښو او بټریو سوداګر وایي: ” ددې بټریو ۱۵ولټه يي۲۳۰۰ افغانۍ قیمت لري، ښې بټرۍ يي تایلنډۍ دي چې سل امپیره يي له تیزابو سره موږ په۴۶۰۰ افغانیو ورکوو او پاکستانۍ ۱۰۰امپیره په ۳۱۰۰ افغانۍ ورکوو.”
د نوموړي په وینا دلته ځینې خلک په چینایي بټریو د جرمني او جاپاني کمپنیو لیبلونه وهي او بیا یي دوکانداران په لوړه بیه پلوري.همدا رنګه مدني فعالان بیا وایي چې دلته ټولې پروژې ځکه بې کیفیته دي چې دولت په فساد کې ښکیل دی او دولتي قراردادونه ټول د خپلې خوښې شرکتونو ته ورکوي، نو همدغه لامل دی چې اکثرا دولتي پروژي نیمګړې او په څو ورځو کې بېرته له منځه ځي. د مدني ټولنو غړي ادعا کوي چې داسې ډېر شرکتونه پېژني چې دولتي چارواکو ته پیسې ورکوي او په پروژو کې یې چې څه خوښه وي هغه تر سره کوي.
د میوند ساپي په نامه یو تن مدني فعال وایي: “ښکاره خبره ده چې دلته کومې پروژې سرته نه رسېږي او که ورسېږي هم بې کیفیته وي نو علت یې هم دغه دی چې ادارو او ولایت کې اکثرا کسان په فساد کې ښکیل دي او خپل قراردادیان لري او پروژې همدغه خپلو قراردادیانو ته ورکوي.”
دی همدا رازا زیاتوي : “مونږ مدني ټولنې ښکاره ډېر معلومات لرو چې په دې ولایت کې داسې کسان او شرکتونه شته چې هغه ښکاره د ولایت مقام او ولسوالیو سره روابطو کې دي، ځکه اکثرا پروژې هغوی ته ورکول کېږي او بیا دغه پروژې سرته نه رسېږي او بې کیفیته وي.”
دغه مدني فعال زیاتوي چې کومې پروژې چې تر سره شوي دي هم بې کیفیته دي او کومې چې روانې دي هم بې کیفیته دي.ددغو پروژو د کیفیت د خرابوالي بل علت د پروژو څخه د نظارت نه کول دي، په ټولو پروژو کې د هر چا خپله برخه وي.
بل خوا د کونړ نوی والي محمد اقبال سعید بیا ژمنه کوي چې د یادې پروژې په اړه به معلومات ترلاسه کوي او د هر ډول فساد سره به مبارزه کوي. نوموړی وایي: ” زه اطمینان درکوم چې دا موضوع به موږ وڅېړو او اسناد به یي وګورو چې په څو ولسوالیو کې په کوم کیفیت عملي شوې ده؟ که مشکلات په کې وي د هغه په رفع کولو او د فساد په مخنېوي کې به کار کوو.”
که څه هم د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي چې په دولتي پروژو کې به د فساد مخه نیسي، او ددې پروژې په اړه به هم څېړنه وکړي، خو له دې سره سره ګومان نه کېږي چې د ولسوالیو لپاره د سولري برېښنا په خراب کیفیت جوړ شوی دا سیسټم په اسانۍ بېرته د کار کولو جوګه شي.
بل خوا دا لومړی ځل نه دی چې په کونړ ولایت کې دولتي پروژو کې د دغسې فساد خبره کېږي ، دلته اکثرا پروژې د اداري فساد له امله د پیل په هماغه لومړیو وختو کې بېرته له منځه تللي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس