معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د کونړ ولایت د پولیسو په اعاشه کې پراخ فساد روان دی

د کونړ ولایت د پولیسو په اعاشه کې پراخ فساد روان دی

د کونړ ولایت د پولیسو په اعاشه کې پراخ فساد روان دی
راپور: ساحل اتل
د ګهیځ موندنې ښیي چې د کونړ ولایت پولیسو ته هغه ډول اعاشه نه ورکول کېږي لکه څه ډول چې د افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو د استحقاق په ۲۴ ساعته جدول کې راغلې.
د هغو انځورونو او شواهدو له مخې چې ګهیځ موندلي ښیي چې دغه خواړه د ټاکل شوي استحقاق له ۲۴ ساعته جدول سره هیڅ سمون نه لري.
د دغو موندنو په اساس، ډېره غلا په هغو پیسو کې کېږي چې په میاشتني ډول یوه سرتېري ته د ډوډۍ، وریجو او غوښې چمتو کولو لپاره ځانګړې شوې دي.
احمد نامی پولیس چې په وټه پور ولسوالۍ کې په یوه پوسته کې دنده لري وایي چې دوی ته ورکول کیدونکي خواراکي مواد د ټاکل شوې تابلو سره هېڅ سمون نه خوري، کیفیت یي خراب او اندازه یي کمه ده.
نوموړی زیاتوي چې: “داسې شیان راکوي چې هېڅ د خوراک نه وي، که سبزي او میوه وي نو خوسا (زاړه شوي) وي، کوم اوړه چې ډوډۍ ترې پخیږي کیفیت یې ډېر خراب وي، دوی چې کله په بازار کې خریداري کوي تر ټولو ارزان توکي اخلي نو موږ مجبور شو چې په شخصي لګښت ځینې شیان واخلو.”
د نوموړي په وینا دوی ته د ورکول کیدونکو خوراکي توکیو په اخیستلو کې پراخ فساد تر سره کېږي چې له امله یې دوی ته رسیدونکي خواړه په هېڅ وجه بسنه نه کوي.
د چپې درې ولسوالۍ په ګلسلک کلي کې د سراج په نوم هغه ډوډۍ پخوونکی چې د سرتېرو لپاره ډوډۍ پخوي وایي، چې هغه اوړه چې د قرارادادي له خوا د سرتېرو لپاره د ډوډۍ پخولو لپاره دوی ته راوړل شوي زاړه او کیفیت یي بېخي خراب دی.
نوموړی زیاتوي چې: “اوړه چې راوړي ډېر خراب وي، یو ډول بوی کوي، بور هم لري، داسې اوړه وي چې عام خلک یي نه اخلي، پولیس یې له ناکامه بیا ډوډۍ خوري.”
د دې باوري امنیتي سرچینې په خبره، یوه سرتېري یا افسر ته د میاشتنۍ له ځانګړو شوو پیسو څخه تر نیمايي ډېرې نه مصرفېږي او دغه پاتې پیسې بیا د اړوندو مسؤولینو جېبونو ته ځي.
د چپې درې ولسوالۍ په یوه پوسته کې سیمه ییز پولیس ګل ولي هم وایي چې کومې وریژې چې دوی ته ورکول کېږي کیفیت یي ډېر خراب وي.
نوموړی زیاتوي چې دوی ته د لومړۍ سیلې په ځای پرمل وریجې ورکوي، دغه وریجې ډېر بد بوی لري او هېڅ د خوراک وړ نه دي، ځکه نو دوی اکثره وخت د همدې وریجو د خوراک له امله ناروغه کېږي هم.
خو د کونړ د امنیې قوماندانۍ د چارواکو په وینا، په ورځني ډول د هر سرتېري، ساتنمن او افسر د غذا لپاره د تابلو په اساس ښه او کیفیت لرونکي خواړه ټاکل شوي دي.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید احمد دهقان پدې اړه وایي چې: د سرتېرو په خوړو کې د جدول مطابق. ښه کیفیت لرونکي ورېژه، د ښه کیفیت لرونکي اوړه، غوړي، نخود، وچې شیدي، میوه، سبزي او نور مواد شامل دي.
د ده په خبره، دغه تابلو او د هر سرتېري لپاره ځانګړې شوې پیسې د کال په هر موسم کې توپیر کوي او دغه پیسې د کورنیو چارو وزارت قراردادي ته سپارل کېږي چې قراردادي بیا مکلف دی تر څوس افسرانو او ساتنمنانو ته په ورځني ډول ډوډۍ ورسوي.
نوموړي وویل چې د پولیسو د اعاشې قرارداد د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست له لوري ترسره کېږي او د کونړ امنیه قومانداني نېغ په نېغه له قراردادي سره اړیکه نه لري. خو په وینا یي د توکو د کیفیت د څارنې په کمیسیون کې د امنیه قوماندانۍ غړی هم شامل دی.
د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي چې امنیه قوماندانۍ د خریدارۍ په وخت کې د موادو د کیفیت چک کولو لپاره خپل پروسیجر لري خو په وینا یي کله چې دا مواد ولسوالیو ته ولېږل شي بیا مسؤولیت د همدې ولسوالۍ د چارواکو دی.
ښاغلی فرید احمد دهقان وایي: د رئیس جمهور د حکم په اساس د پولیسو د اعاشې د موادو د کنټرول لپاره د ولایت مقام، څارنوالي او امنیه قومندانۍ ګډ هئیت ټاکل کېږي او ددې هیئت په حضور کې دغه مواد په ډیپو کې ځای پر ځای کېږي او بیا ولسوالیو ته لېږل کېږي چې هلته هم د هیئت به حضور کې ښکته کېږي او د استحقاق له مخې وېشل کېږي.
خو د نظامي چارو شنونکي بیا د پولیسو د اعاشې د حیف ومیل په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د امنیتي سرتېرو د خوراکي توکو بې کیفیت والی له دندې سره د هغوی د نه لېوالتیا لامل کېږي.
په کونړ کې یوه متقاعد ډګروال ګهیځ ته وویل چې په اوسني نظام کې د پولیسو په لیکو کې فساد اوج ته رسېدلی خو څوک دغه وضعیت ته پاملرنه نه کوي.
هغه وایي چې په هېواد، په ځانګړې توګه د پولیسو افسرانو او سرتېرو ته د خوړو ته په ځانګړو شوو پیسو کې حیف و میل د دې لامل شوی چې یو شمېر سرتېري دندې پرېږدي او یا د جګړې په ډګر کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې سمه جګړه ونه کړي.
د یادونې ده چې د سرتېرو په اعاشوي قرارداد کې د درغلیو ستونزه یوازې په کونړ کې نه ده، بلکې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پراته پولیس او پوځ وخت نا وخت د اعاشې د کمبود او یا هم د اعاشې د خراب والي په برخه کې د جګپوړو چارواکو د فساد خبره کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس