معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانګرس ۴۸ غړو د افغانستان د کنګل پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې؛ اسلامي امارت یې هرکلی کوي

د کانګرس ۴۸ غړو د افغانستان د کنګل پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې؛ اسلامي امارت یې هرکلی کوي

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) اسلامي امارت د امریکا د کانګرس د ۴۸ غړو له هغه اقدامه مننه کوي چې له جوبایډن څخه یې د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي، چې د امریکایي وکیلانو دا غوښتنه کانګرس ته د دوی د لېږلي پرانستي لیک پایله ده.
بلخي لیکلي: ” موږ د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس ۴۸ غړو د هغه اقدام مننه کوو، چې کانګرس ته زموږ د استول شوي پرانيستي ليک په تعقیب يې ولسمشر جوبايډن ته سپارښتنه کړې چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه ليرې او د مرکزي بانک ريزرف له کنګل وباسي”.
بلخي دا هم وايي چې، د افغانستان د مرکزي بانک د ريزرف کنګل او بانکي سستم ته ستونزې جوړول د انساني غمیزې لامل ګرځي.
د امریکا د کانګرس لږ تر لږه ۴۸ ډموکراټو غړو د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ته د یو لیک په استولو سره له هغه غوښتي چې په افغانستان کې “د پراخې وچکالۍ” د مخنیوي لپاره د هغه هیواد کنګل شویو پانګو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
تر دې وړاندې اسلامي امارت په یوه پرانستي لیک، چې د امریکا پارلمان کانګرس ته یې استولی و، غوښتي و چې د دوی میلیاردونه کنګل کړې پانګه ازاده کړي او پر دوی لګولي بندیزونه پای ته ورسوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس