معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چمن پرلت کوونکي وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي، ټاکنو کې ګډون نه کوي

د چمن پرلت کوونکي وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي، ټاکنو کې ګډون نه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چمن پرلت کوونکي چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت کړی وايي، که غوښتنې یې ونه منل شي، د ټولو دولتي ادارو مخې ته به پرلت ووهي او په ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.

د خبر پر بنسټ، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د اوږده مهال پرلت ګډونوال د هرې ورځې په تېرېدو زغم له لاسه ورکوي.

د چمن د پرلت سرلاری غوث الله اڅکزي د پرلت وهلو په ۱۱۴ مه ورځ پرلتوالو ته په وینا کې ویلي، چې د پاکستان حکومت په ګډون د چمن یو شمېر مشرانو، سیاسيونو او د دیني عالمانو له لوري په یوه او بله پلمه تېر وېستل کیږي.

پاکستاني ریاست تر دا دمه د دغو پرلت کوونکو د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس