معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پېښور په بوړډ بازار کې یوې چاودنې درې تنه وژلي دي

د پېښور په بوړډ بازار کې یوې چاودنې درې تنه وژلي دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۰   مه نېټه):

د رسنیزو رپوټونو له مخې د خیبر پښتونخوا په مرکزي سیمه د پېښور په بوړد بازار کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او یو کس بل یې ژوبل کړی دی.

د چاودنې سیمې ته نژدې د خیبر روغتون یوه ویاند د پېښې په اړه رسنیو ته ویلي د دوی روغتون ته دوه کسان چې یو یې مړ او بل سخت ټپي و، راوړل شوي دي. د همدې سرچینې د معلوماتو له مخې دا چاودنه په بوړد بازار کې د ناصر باغ پولیسو یوې پوستې ته نږدې شوې ده.

رپوټ وایي تر چاودنې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې وه او پلټنې یې کړې دي او د پولیسو لومړني راپورونه وایي چې درې واړه وژل شوي کسان وسله وال مخالفین وو  او په وینا یې کوم ولسي وګړي ته پکې مرګ ژوبله نده رسېدلې.

د ځایي پولیسو یوه مشر “کاشف افتاب عباسي” ویلي چې چاودېدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو خو دده په خبره د څيړنو له مخې دا پېښه یو ځانمرګی برید نه و بلکې د چاودېدونکو توکو د لېږد پر مهال رامنځته شوې ده. ځایي پولیس دا هم وایي چې په یاده چاودنه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نده رسیدلي او خپله د چاودېدونکو توکو لېږدونکي یې وژلي.

پاکستاني رسنیو بیا لیکلي چې د چاودیدونکو توکو لیږدونکي پېژندل شوي او ویل کېږي چې ټول د پېښور اوسیدونکي وو. د یادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د نوي حکومت له جوړښت وروسته دا په پېښور کې لومړۍ چاودنه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس