معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کړکېچنه کرښه؛ پاکستان وايي د اغزن تار ستونزه هواره شوې
A Pakistani soldier keeps vigil next to a newly fenced border fencing along Afghan border at Kitton Orchard Post in Pakistan's North Waziristan tribal agency on October 18, 2017. The Pakistan military vowed on October 18 a new border fence and hundreds of forts would help curb militancy, as it showcased efforts aimed at sealing the rugged border with Afghanistan long crossed at will by insurgents. / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کړکېچنه کرښه؛ پاکستان وايي د اغزن تار ستونزه هواره شوې

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۷مه) د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ویلي، له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ستونزه هواره شوې.
شیخ رشید په کراچۍ کې خبریالانو ته ویلي چې اوس د افغانستان له اسلامي امارت سره په ګډه دا کار کوي.
هغه د ستونزې د هواري د څرنګوالي په اړه په څرګند ډول څه نه دي ویلي خو ټینګار یې کړی چې، د اغزن تار په لګولو یې پوځ ډېره قرباني ورکړې او پیسې یې پرې لګولې دي.
اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي، خو شاوخوا اونۍ وړاندې ډیورنډ کرښې ته نږدې د طالبانو ځینو ځایي چارواکو د اغزن تار پر سر غبرګون ښودلی.
د دغې شخړې په تړاو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډيو کې ښکاري چې، د ننګرهار د استخباراتو مشر ډاکتر بشیر پاکستاني سرتېرو ته وایي، د افغانستان پر خاوره اغزن تار ونه ‌دروي او نه هم افغان خاورې ته د راوښتو جرائت وکړي.
وړمه ورځ د افغانستان د دفاع وزارت وویل چې پر کونړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو بل المثل ځواب‌ یې هم ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس