معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ټاپي پروژې پر سر د خبرو لپاره د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی

د ټاپي پروژې پر سر د خبرو لپاره د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۱۸مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې د بحث لپاره لومړی هرات او نن کابل ته راغلی.
په کابل کې د ترکمني پلاوي د لیدنو په اړه جزیات نشته خو د هرات د سوداګرۍ او صنعت خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد پلاوي دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړي دي.
په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له ترکمنستانه له راغلي پلاوي سره د یاد هېواد ټاپي پروژې مشر هم ملتیا کوي.
سرچینه زیاتوي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال ویلي، د دې پروژې لپاره مهم څیز امنیت دی چې اوس په افغانستان کې امنیت راغلی دی، نو ترکمنستان کې د یادې پروژې کار بشپړ شوی او افغانستان کې به هم پیل شي.
ترکمني پلاوي په افغانستان کې له پخوا د ښه امنیت په تړاو افغان چارواکو ته د دې پروژې د ښه پلي کېدو ډاډ ورکړی.
افغان چارواکو هم د تخنیکي چارو په برخه کې له ترکمنستانه د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، هغه لوژیستکي شرکتونه چې غواړي دې برخه کې کار وکړي، د کار زمینه به ورته برابره شي.
د ټاپي پروژه په ۲۰۱۸م زیږدیز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو له خوا پرانیستل شوه.
د دغې پروژې له لارې به ګاز او برېښنا له ترکمنستانه افغانستان بیا پاکستان او له هغه هېواده، هندوستان ته ولېږدول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس