معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې سکنرونه نصب کیږي

د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې سکنرونه نصب کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو د اقتصادي کمېسیون په نوبتي ناسته کې پر یو شمېر اقتصادي طرحو بحث کړی دی.

د خبر پر بنسټ په دې ناسته کې د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنایي سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

خبر زیاتوي، په یادو طرحو کې د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه ده، چې منظور شوې ده.

د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس