معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د نورستان له روغتیایي کلینیکونو د خلکو شکایتونه او د چارواکو متضاد دریځونه

د نورستان له روغتیایي کلینیکونو د خلکو شکایتونه او د چارواکو متضاد دریځونه

د نورستان له روغتیایي کلینیکونو د خلکو شکایتونه او د چارواکو متضاد دریځونه

راپور: ذبیح الله قاضي زاده

د نورستان په روغتیايی مرکزونو کې د درملو او ناروغانو ته د نورو آسانتیاو نشتوالي خلک ستونزو سره مخ کړي دي، خلک وایي د دوی په خبره په نوم يې له حکومت نه پېسې اخیستل کېږي خو درمل او نورې آسانتیاوې نشته دي، خو په کابل او پارون کې چارواکي بیا په اړه یو نظر نه لري.
د نورستان اوسېدونکي وايي چې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نه شتون، خلک له ستونزو سره مخ کړي دي .د دوی په خبره چې له یوې خوا دکرونا دوهمه څپه پیل شوې او بل خوا یخني ده خو په روغتیایي مرکزونو کې دناروغانو لپاره هېڅ آسانتیاوې نشته.
د لویدیځ نورستان د دواب ولسوالۍ قومي مشر حاجي میراجان وایي: ” درمل نشته، که و هغه هم بې کیفیته به وو چې هېڅ کار به یې نه کولو، اوس هغه هم نشته، له ډاکترانو څخه هېڅ شکایت نشته، ښه تکړه ډاکتران لرو خو اساسي ستونزه مو د درملو ده چې په کلنیکونو کې نه ورکول کېږي.”
حاجي میراجان زیاتوي چې: “د روغتونونو د ودانیو د ترمیم پېسې يي ندي ورکړې، بامونه څاڅي اوبه يي په ناروغانو راځي، یخني ده، په کوټو د پلاسټيک او خاورې اچولو پېسې ندي ورکړل شوې، د اعاشې پېسې نشته او اوس دومره مخلوق کلنیک ته راځي چې درمل نه وي، ډاکټرانو ته لاس اچوي او ورته وايي درمل تاسو په بازار کې پلورۍ او ناروغانو ته یې نه ورکوئ.”
د حاجي مېرا جان په خبره چې د همکارې مؤسسې مسؤولین د دوی ستونزو ته هېڅ پام نه کوي.د دوی په نوم په میلیونونو افغانۍ له حکومت نه را ویستل کېږي. خو نه روغتیايي کار کوونکو ته نه په وخت معاشونه ورکوي او نه د ناروغانو لپاره درمل نورستان ته رالېږي.له دې معلومېږي چې د اهیډ په نوم مؤسسې سره لوړ پوړي چارواکي او یاهم زور واکي په فساد کې شریک دي.
د نورستان ولسي خلک شکایت لري چې وزارت او ولایت ورسره څو ځلې ژمنه وکړه چې د دوی روغیتایي ستونزو ته دسم لاس رسي په خاطر به اهیډ مؤسسې سره قرار داد پای ته ورسوي او یوې داسې مؤسسې ته به قرارداد ورکړي چې هغوی يې ستونزې حل کولای شي، خو لا هم دغه ژمنه نده عملي شوې او دوی له ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.
خلک وایي په ولایت کې يي د واورې ورښت او یخني پیل شوې چې ورسره سم د کویډ ۱۹ ناروغۍ دوهمه څپه هم پیل شوې او د دوی په خبره په هر کور کې په زکام، سېنه بغل او په تبه اخته ناروغان پراته دي.
دوي وایي په ډېرو ستونزو خپل ناروغان تر روغتیايي مرکزونو ورسوي، خو هلته بیا د ناروغانو لپاره هېڅ ډول آسانتیا نه وي.
د دواب ولسوالۍ د بجه ګل کلي اوسېدونکی امیر حمزه وايي چې د دواب کلنیک ته يي درې ساعته په پښو مزل کړی، تر څو یې ناروغ را رسولی، خو اوس چې دلته ګوري درمل نشته او دوی دومره وس نه لري چې درمل له بازاره واخلي نو اړ دي چې بېرته کور ته لاړ شي.
د بجه ګل کلي دغه اوسېدونکی وایي چې: ” په درې ساعتونو کې دلته را ورسېدم خو چې ګورو دلته د بستر لپاره هېڅ سهولت نشته، د عملیاتو سامان نشته او حتی هغه لومړنۍ دوا هم نشته چې یو عادي ناروغ ته ورکول کېږي.”
همدارنگه اختر محمد چې د واما ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي :”هر وخت چې یې روغتیایي مرکز ته ناروغ وړی، ډاکترانو ورته ویلي چې موږ سره په کلینیک کې درمل نشته او له بازاره یې واخله.”
د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی محمد علي هم ورته شکایت لري او وایي:” هسې په نوم کلینیکونه دي او دوا پکې نشته، له مرکزه به دوا راځي خو موږ ته یې نه راکوي، چې په بازار کې یې خرڅوي او که هرڅه پرې کوي، موږ ته یوازې ډاکتران نسخې لیکي او موږ ټوله دوا له شخصي درملتونو څخه اخلو.
محمد علي وایي: ” شل دېرش ځلې د خپلې سیمې کلنیک ته تللی یم چې درمل به راکړي، خو چې درمل نه وي، خپل مریضان کونړ ته انتقالوو او هلته د خپلو مریضانو درملنه کوو.”
نوموړی پدې باور دی چې له کابل څخه به کلنیک ته دوا راځي، خو خلکو ته یې څوک نه ورکوي، داخلک به یې خرڅوي او که هر څه به پرې کوي، خو خلکو ته ورقه ورکوي او خلک یې په بازار کې په پیسو اخلي.
د نوموړي په خبره خلک غریب دي او هر سړی له شخصي درملتونونو له درملو اخیستلو او یا بل ځای ته د ناروغانو د انتقال وس نه لري، نو حکومت ته پکار دي چې په روغتون او روغتیایي مرکزونو کې د درملو او نورو آسانتیاوو ستونزې هوارې کړي.
په نورستان کې (د عامې روغتیا ریاست مسؤولین) مني چې روغتیايي مرکزونه د درملو کمۍ، د سون توکو نه شتون او نورو ستونزو سره مخ دي خو د اهېډ همکارې مؤسسې مشرانو چې د نورستان ټول روغتیایي مرکزونه ورسره دي له دوی سره ژمنه کړې چې د کلنیکونو د ګرمولو، د ناروغانو د خوراک او د دوی د بستر لپاره یې یو څه وسایل اخیستي، درمل به هم په راتلونکې اونۍ کې په کابل واخیستل شي او ټولو روغتیایي مرکزونو ته به ورسول شي.
د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ذکي الله ستوری پدې اړه وایي:”په نورستان کې مو د روغتیايي کار کوونکو د معاشونو ستونزه حل کړې، ټولو ته د څلورو میاشتو معاشونه ورکړل شوي دي، د کلنیکونو ګرمولو ،د ناروغانو د خوراک او اغوستن وسایل مو هم یو څه اخیستي دي.د درملو ستونزه شته، هغه به هم په راتلونکې اونۍ کې حل شي او ټولو روغتیايي مرکزونو ته به ورسول شي. ”
همدارنګه د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي هم وايي چې د اهیډ په نوم همکارې مؤسسې څخه د قرار داد اخیستلو لپاره دوی تر ولسشمرۍ ماڼۍ هم خپلې غوښتنې رسولې دي له هغې خوا هم ورسره ژمنې شوې خو لاعملې شوې ندي
د ښاغلي فیضي په خبره چې د یادې مؤسسې په چوکاټ کې شته فساد او د نورستانیانو ستونزو حل ته یي نه ژمن توب د دې لامل شوی تر څو دوی یې پر خلاف خپل غږ پورته کړي.
خو په ورته وخت کې بیا په پلازمینه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی پدې اړه وایي: “مخکې د نورستان ولایت په روغتیایي مرکزونو کې ستونزې موجودې وې، خو اوس ورته د اهېډ همکارې مؤسسې مسؤولینو ورته ویلي چې روغتیایي مرکزونو ته؛ لکه: درمل، د ژمي لپاره د سون توکي او نور هغه څه چې د ناروغانو لپاره په بستر کې ضروري دي ورکړل شوي دي.”
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند زیاتوي چې:” په دې هکله د مؤسسې مسؤولینو موږ ته ډاډ راکړی چې هلته هر څه چې د ناروغانو د بستر لپاره اړين دي تر څو په بستر کې ناروغان شپې او ورځې ګرمې تېرې کړي، ټول اړین مواد موجود دي او له ژمي وړاندې مو هلته ځای پرځای کړي دي او موږ هېڅ ډول ستونزې نه لرو.”
د روان لمرېز کال له پیل څخه د نورستان په روغتیايي مرکزونو کې د درملو کموالي او د روغتیايي کار کوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله دیاد ولایت په ۴۲ کلنیکونو کې ډاکټرانو څه باندې دوه میاشتې کاري اعتصاب وکړ اما ډاکتران وایي چې اوس د ډاکټرانو د معاشونو ستونزه تر یوه حده حل شوې خو د درملو او نورو آسانتیاوو د نه شتون مشکل لاهم په خپل ځای پاتې دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس