معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار یو شمېر نجونې او مېرمنې په زور سوال او اخلاقي فساد ته اړ ایستل کېږي

د ننګرهار یو شمېر نجونې او مېرمنې په زور سوال او اخلاقي فساد ته اړ ایستل کېږي

د ننګرهار یو شمېر نجونې او مېرمنې په زور سوال او اخلاقي فساد ته اړ ایستل کېږي
راپور :ذیشان ذهین
د ګهیځ موندنې ښیي چې په ننګرهار کې یو شمېر نجونې او مېرمنې د کورنۍ د غړیو له لورې د پیسو په مقابل کې د یوې ټاکل شوې مودې لپاره په مؤقت ډول پلورل کېږي او دا پیغلې او مېرمنې سوال کولو او اخلاقي فساد ته اړ ایستل کېږي.
د ننګرهار اوسېدونکې یوې مېرمنې چې نه غواړي هویت یي څرګند شي، ګهیځ ته وویل چې د پلار له لورې په یو سړي چې دوی ته یې نوم لالی ښودل شوی، د یو کال لپاره پلورل شوې ده او زیاتوي چې لالی نومي دغه کس پر دې د پیسو پیدا کولو لپاره په هېڅ راز کړنو سرفه نه ده کړې.
دغه مېرمن وایي: “له ما وړاندې زما دوه مشرانې خویندې هم له ورته برخلیک سره مخ شوې دي، د ورځې راباندې د اته سوه افغانیو پیدا کول جبري دي، چې د نه پوره کولو پر مهال مجبوره یم، جسمي یا جنسي شکنجه د بې خوبۍ سره یوځای وزغمم ”
دغه مېرمن همدا راز وایي چې یوازې دا پدې برخلیک نده اخته ده، بلکې د نوموړې په خبره تنها د لالي نومي دغه کس له خوا اتلس نورې دا ډول نجونې اخیستل شوې چې د ننګرهار په بېلا بېلو سیمو کې پرې د سوال او اخلاقي فساد کړنې مخته وړي.
دا ډول ډېرې نجونې، سهار مهال سنګار شوې د جلال اباد ښار د صرافۍ مارکیټ مخې ته لارویان د سوال غوښتو په نیت له مټه نیسي.
ددې ډول نجونو او مېرمنو دوهم تم ځای د سراج العمارت بڼ او د بادام باغ په څېر یو شمېر نور هغه پارکونه دي، چې د ماسپښینه تر ماښامه په کې هلته ځوانانو ته سینګار شوي مخونه اړوي او د سوال په نوم ترې د پیسو غوښتنه کوي.
د جلال اباد ښار د صرافۍ مارکیټ یو شمیر صرافان وایي د دې نجونو ښکلي لباسونه او سینګار شوي مخونه د ډېرو خلکو پاملرنه خپلوي، خو په وینا یې چې اصلي موخه یې د پیسو په بدل کې د اخلاقي فساد ترویجول دي.
د دغو صرافانو په خبره یادې نجونې پر کاغذونو ځینې لیکل شوې شمېرې هم صرافانو او ځوانانو ته اچوي، څو د اخلاقي فساد لپاره اړیکه ورسره ونیسي.
مصطفی رحیمي چې ننګرهار کې د صرافانو د اتحادیې مشر دی وایي: “د دغه ډول سوالګرو په اړه مو د صرافانو اندېښنه یو وار د ولایت له مقام سره هم شریکه کړې ده، هغه مهال درې نجونې چې په فساد کې له نورو ډېرې سپین سترګې وې، ونیول شوې خو د لږو ورځو له تېرېدو وروسته بېرته له هغې ژمنې وروسته خوشې شوې چې نور به سوال نه کوي.”
بل خوا د ننگرهار د ښځو چارو ریاست چې د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د دغو ځوانو سوالګرو نجونو د کړنو ترشاه د لوړ پوړو حکومتي چارواکو لاس بولي.
د ښځو چارو رئیسې فتانه عزیز له ګهیځ سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې په تېر کې د دغه ډول نیول شویو مېرمنو د خلاصون لپاره ځینو لوړ پوړو حکومتي چارواکو هلې ځلې کولې.
که څه هم نوموړې د یادو مسایلو د حل لپاره پر خپلو شویو هڅو ټینګار وکړ، خو د مخنیوي په برخه کې یې په یوازې ځان خپلې هڅې نیمګړې او یاد ریاست ناتوانه وباله.
د ښځو چارو رئیسه زیاتوي چې دوی ګڼ شمېر مېرمنو او نجونو ته له سواد زده کړو نیولې د پوهنتون تر کچې د زده کړو او کار زمینه برابره کړې ده تر څو سوال ونکړي، د ولایت په جلسو کې ددې موضوع په تړاو بحثونه شوي دي، خو په هغه کچه چې لازمه ده رغنده او کوټلی ګام یې پر وړاندې نه دی اخیستل شوی.
فتانه عزیز وایي چې د ښار په واټونو کې د ښځینه وو لخوا د سوال کولو ستونزه لا هم شته، خو دا چې سینګار شوې او له ښکلیو جامو سره یو شمېر مېرمنې د سوال تر نامه لاندې د اخلاقي فساد چارې مخته وړي، په اړه یې دا ناخبره ده.
ددې ښځینه سوالګرو په منځ کې یو شمېر داسې نجونې هم شته چې عمرونه یې له اتو کلونو نیولې تر شپاړسو او اوولسو کالو پورې رسېږي، زموږ موندنو ښودلې چې دغه کم عمره نجونې د سوال پر مهال د اخلاقي اړخه له بېلابېلو ځورونو سره مخ دي.
د ماشومانو د ملاتړ قانون د ۵۱ مې مادې له مخې سرپرست حق نه لري چې ماشومان له زده کړو محروم او سوال ته یې اړ کړي.
د یاد قانون له مخې د دغې کړنې سزا له درې میاشتو نیولې تر یو کال پورې بندي کېدل دي.
دا چې د خېرات غوښتنې تر چتر لاندې د دغه کم عمره نجونو اخلاقي ځورونه څومره زیان رسوونکې او څومره یې حقوق تلف کېږي؟ په اړه یې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ د برخې له مسؤولې رابعه رسولي وایي چې دوی په تېرو وختونو کې داسې میاشتنی کمپاین درلود چې پرمټ به یې سوالګرې کمکۍ نجونې ټولېدې، خو څرنګه چې دوی د ساتلو لپاره مناسب ځای نه درلود، د داسې ژمنو له اخیستو وروسته چې راتلونکي کې به بیاځل سوال ته مخه نه کوي، بېرته خوشې شوې دي.
خو دا چې یوازې په ننګرهار کې یوولس ارګانه د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې په فعالیت بوخت دي، خو ولې بیا هم تر اوسه د دوی دغو هڅو کومه مثبته پایله نه ده درلودلې، په اړه یې د ننګرهار څانګې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ برخې مسؤوله رابعه رسولي وایي: “موږ په دې برخه کې ډېر فعالیت کړی، دغو ۱۱ ارګانونو چې تاسو یې یادونه وکړه، د دولت له خوا جوړ شوي د هغه قانون پر پلی کولو کار پیل کړی، چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې ترتیب شوی دی.”
د دغه قانون په ۱۳مه ماده کې ویل شوي چې که ماشومان سوال کولو ته اړ ویستل کېږي، خو د کورنۍ فقر او غریبي ثابته نه شي، سرپرست به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي. دا چې تر دا مهاله د سوالګرو ماشومانو څومره سرپرستان عدلي او قضایي ارګانونو ته پېژندل شوي؟ رابعه رسولي یې په اړه زیاتوي:
“تر دا مهاله مشخصا تاسو ته نه شو ویلی، خو دا د ماشومانو د ملاتړ د برخې ارګانونو په پلان کې شته، چې نږدې راتلونکي کې به سوالګر کمکي ماشومان او ماشومانې راټولوي او هغه کسان به چې دوی یې سوال کولو ته اړ کړي، عدلي او قضایي ارګانونو ته به یې وروپېژني.”
خو د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د ملاتړ برخې مسؤوله رابعه رسولي پدې اړه له څه ویلو ډډه کوي چې
دا چې نږدې وخت کله دی او یا تر دې وړاندې ولې په دې اړه اقدامات نه دي شوي؟
د سوال په برخه کې د پېغلو نجونو او مېرمنو پت پلورنه او اخلاقي فساد بله جدي مسأله ده چې د ډېری مېرمنو ژوند او راتلونکی یې له نا معلوم برخلیک سره مخ کړی دی.
زموږ د موندنو له مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې درې ډوله سوالګرې مېرمنې شته چې لومړۍ یې اړې مېرمنې دي چې د کورنیو د سرپرستانو له وژل کېدو وروسته اړ شوې چې خپلې کورنۍ ته د سوال له لارې نفقه برابره کړي.دوهم یې هغه مېرمنې دي، چې ګدایي ګري یې یو کسب او عادت ګرځېدلی، خو درېیمه ډله یې بیا هغه ده چې د سوال تر نامه لاندې یا د نورو له خوا مجبوراً او یا هم په خپله خوښه اخلاقي فساد ترسره کوي.
دا مېرمنې په افغاني ټولنه کې له تیاره برخلیک سره مخ او له ډېرو حقه_حقوقو محرومې پاتې کېږي.
جسم خرڅوونکې دغه مېرمنې د څو محدودو کسانو له خوا اداره کېږي، چې د ورځې له خوا په بازارونو او د شپې له خوا په ځانګړو هوټلونو کې پرې د اخلاقي فساد چارې مخته وړل کېږي.
ځینو پټو سرچینو ګهیځ ته د هویت نه ښودلو په شرط د اخلاقي فساد لوی ځایونه د جلال اباد زاړه ښار ځینې سیمې، د پښتونستان او مخابرات واټونو ترمنځ پراته ځینې هوټلونه او د درمسال شاوخوا یو شمېر کورونه وښودل.
زموږ د پټو سرچینو د اطلاعاتو له مخې د دغو ځایونو لپاره هغه کسان چې د اخلاقي فساد مشران دي، نسیمه قشنګ، لالی او زهره نومي ښودل شوي، چې د ډېرو هڅو سربېره مو هم و نشوای موندلی تر څو په دې اړه ورسره خبرې وکړو.
د ګهیځ د څېړنو له مخې د یادو کسانو له ډلې نسیمه قشنګ او زوی یې یو وار وړاندې هم د اخلاقي فساد په قضیه کې نیول شوي وو، چې اوس د باوري پټو سرچینو د اطلاع له مخې بېرته ازاد شوي او خپلې پخوانۍ چارې مخته وړي.
د زهره په نامه یاده مېرمنه هم یو وار وړاندې یوه سپین روبې نجلۍ په یوه پلمه له کابل څخه د جلال اباد لومړۍ حوزې ته راوستې وه، چې هغه مهال بیا پر نجلۍ د هغه د انکار له امله ډز هم شوی ؤ. د دغې قضیې په تعقیب کې زهره نومې مېرمن نیول شوې وه، خو اوس زموږ د پټو سرچینو د اطلاعاتو له مخې بېرته ازاده شوې او پر خپلو پخوانیو کړنو بوخته ده.
د لالي په نامه یاد کس چې زموږ د موندنو له مخې مستعار نومی دی، تر اوسه نه دی نیول شوی. دغه کس مېرمنې په بیه له کورنیو څخه اخلي او بیا یې په موسمي ډول بېلابېلو ولایاتو کې په ښکلیو لباسونو سوال او نورو اخلاقي فساد ته اړ باسي، چې ننګرهار یې د ژمي دوو میاشتو (قوس او جدي) لپاره ځای دی.
د سوالګرو تر چتر لاندې د مېرمنو دغه ډول غیر قانوني استعمال او اخلاقي فساد په اړه مو د ترلاسه شویو موندنو ځینې برخې د ننګرهار ولایتي ادارې ویاند عطاءالله خوګیاڼي سره شریکې کړې. نوموړي هم په دې برخه کې شته موضوعات تأیید کړل.
خوګیاڼی وایي: “په دې برخه کې پر اخلاقي فساد سربېره د امنیتي او استخباراتي ستونزو اندېښنې هم شته، چې د مخنیوي لپاره یې د ولایت مقام له لوري یو کمېسیون ټاکل شوی، یاد کمېسیون به هغو کسانو ته چې اړ وي، کاري فرصتونه برابر کړي او هغوی چې نورې موخې ولري، تر نظارت لاندې به ونیول شي.”
د ننګرهار څانګې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د مېرمنو د ملاتړ د برخې مسؤولې زهره رحماني ته چې د ګهیځ د موندنو پایلې مخته کېښودل شوې، ژمنه یې وکړه چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون به د ۱۴۰۰ لمریز کال خپله کلنۍ څېړنه، په بشپړ ډول د ګهیځ له لوري پر دغې شوې څېړنې ترسره کړي.
نوموړې زیاتوي: “د بشري حقونو خپلواک کمېسیون به په دې برخه کې د یوه کال په موده کې هر اړخیزه څېړنه ترسره کړي او په دغه قضیه کې ښکېل ټول کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.”
په افغاني ټولنه کې چې ۹۹ سلنه خلک یي مسلمانان دي، نافذه قوانین او کلتور یي د دا ډول کړنو اجازه نه ورکوي، دا ډول کړنې نه یوازې پدې دندو کې د ښکیلو مېرمنو لپاره تیاره راتلونکی لري او په یوه اسلامي ټولنه کې د اخلاقي فساد د خپرولو له امله، د ټولنې له خوا منفورې ګرځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس