معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ناروغانو ته له اړتیا پرته درمل ورکول کېږي

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ناروغانو ته له اړتیا پرته درمل ورکول کېږي

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ناروغانو ته له اړتیا پرته درمل ورکول کېږي
راپور: ذیشان ذهین
د ګهیځ موندنې ښیي چې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ډاکټران له اړتیا پرته بې وزله ناروغانو ته ګران بیه درمل لیکي چې له یوې خوا دغو ناروغانو ته د هغې چمتو کول ګران پرېوزې، بل اړخ ته هغوی ته نورې روغتیایي ستونزې هم را منځ ته کوي.
د ننګرهار حوزوي روغتون ته پر ننګرهار سربېره له کونړ، نورستان او ډېری مهال لغمان ولایتونو څخه بې وزله ناروغان چې په خصوصي روغتونونو کې د درملنې توان نلري، د درملنې په موخه راځي.
د ګهیځ موندنې ښيي چې د ځینو ډاکټرانو له لوري ناروغانو ته له اړتیا پرته داسې ګران بیه اضافي درمل تجویز کېږي، چې له امله یې نه یوازې بې وزلو ناروغ لرونکو ته لوی سرخوږی جوړېږي، بلکې نورې روغتیایي ستونزې هم د وخت په تېرېدو سره ورته رامنځ ته کېږي.
د نسخې لیکلو د اصولو پر اساس ډاکټر باید د ناروغ اړتیا ته په کتو مشخص درمل ولیکي، چې د دې اصولو له مخې د ناروغۍ د تشخیص لپاره باید ټولې مهمې نقطې په څرګندو ټکو بیان او له اضافي درمل لیکلو ډډه وشي.
د دې برخې د کارپوهانو په خبره یو ډاکتر یوازې هغه مهال کولای شي په نسخه کې د درملو تر جنریک نوم پرته د کمپنۍ نوم ولیکي چې د لیکل شوې کمپنۍ درمل معیاري او با کیفیته وي.
د ګهیځ څېړنه دا جوتوي او روغتون ته راغلي ناروغان هم دا تأییدوي چې د ننګرهار حوزوي روغتون ډېرو ډاکترانو دغه اصول له پامه غورځولي دي.
۳۵ کلن ګل محمد چې زده کړې یې نه دي کړې، د لاس په مزدورۍ خپلې دیارلس کسیزې کورنۍ ته نفقه برابروي، په دغه روغتون کې د یادو مسایلو په اړه خپله کیسه داسې کوي:
“دا په ویلچر کې ناست سپین ږیری مې پلار دی. د هډوکو ناروغي لري. ټوله هستي مې پرې مصرف کړه، تېر ځل مې له تره زویه قرض وکړ او دلته مې روغتون ته راوست. خو دلته نا انصافه ډاکټرانو راته ځینې داسې ګران بیه درمل چې هېڅ زما د پلار ناروغۍ پورې نه مربوط کېږي، لیکلي. دغه لاس کې مې د ۱۹ سوه افغانیو درمل دي. ”
نوموړی زیاتوي چې: “زموږ یو خپلوان ډاکټر دی، د پلار پوښتنې ته مې راغلی ؤ راته ویل یې چې دا قیمتي درملو کې ډېری یې ستا د پلار د ناروغۍ سره هېڅ تړاو نه لري، بغیر له دغه درې قلمه درملو دا نور ټول عبث دي. اوس مې چې ورپسې بېرته راوړې. نه مې هغه ډاکټر لاسته راغی او نه دا درمل د درملتون والا بېرته اخلي. وایي تاسو ترې ګولۍ خوړلې او موږ نیمګړي شوي درمل بېرته نه اخلو. حېران دریان یم چې د پوښتنې لپاره د چا دروازه وټکوو؟”
ګهيځ ته ځینو سرچینو هم د هغوی هویت پټ ساتلو په شرط د دې ستونزو ډېرښت تأیید کړ.
د دغو پټو سرچینو په خبره یو شمېر ډاکټران د درملو ځانګړي شرکتونه لري چې د حوزوي روغتون مراجعه کوونکو ناروغانو ته یې د اړتیا پرته هم د استعمال لپاره په نسخه کې لیکي.
د دوی په وینا یادو روغتیا پالانو د خپلو دولتي دندو پرمټ بهر درملتونونو کې شخصي نامشروع کاروبار روان کړی، چې ټول زور یې له بې وزلو خلکو څخه باسي.
د حوزوي روغتون ځینې نور ډاکتران چې د موضوع د حساسیت له امله خپل هویت پټ ساتل غواړي، ګهیځ سره په خبرو کې د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون یو شمېر ډاکتران د حوزوي روغتون مخ ته درمل پلورنکو او ځینو کمپنیو سره په کاروبار کې شریک وبلل.
د دوی په خبره هغه درمل چې تاریخ یې تېرېدو ته نږدې وي، څلوېښت سلنه پیسو کې یې یو شمېر ډاکټران په دې شرط شریک وي، چې درمل به ورته له تاریخ تېرېدو وړاندې د خپلو نسخو پرمټ وباسي.
دوی زیاتوي، یاد ډاکتران بیا درمل پلورونکو سره ځانګړي شفرونه پر نسخو لیکي چې ناروغ لرونکي یې بل ځای کې له اخیستو عاجز او مجبور دي تر څو همدې درملتون کې یې وپېري.
د درملو تاریخ تېرېدو په برخه کې د روغتیایي قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې مدیریت مشر ډاکټر ذاکر حضرتي وایي: “د درملو تاریخ تېرېدو په برخه کې هغه درمل چې له شپږو میاشتو کم وخت یې پاتې وي، له شرکتونو او عمده پلورنځیو څخه ټولیږي، خو له درملتونونو سره بیا دغه چاره ناممکنه ده؛ ځکه موږ د قانون له مخې د دغو درملو ټولولو صلاحیت د تاریخ تر تېرېدو وړاندې نه لرو. آن که له یوې میاشتې څخه یې هم وخت کم پاتې وي.”
د گهیځ د موندنو له مخې یو شمېر شرکتونه او د درملو عمده پلورونکي له شپږو میاشتو وړاندې خپل درمل پر درملتونونو وېشي او بیا یې ډاکټرانو سره په څلوېښت سلنې ونډې پر ناروغ دارانو پلوري. د درملو ډېرښت او د هغو درملو لپاره د ناروغانو کمښت د دې لامل کېږي چې ځینې ډاکتران پرته له اړتیا څخه هم ډېری ناروغانو لپاره یاد درمل تجویزکړي، په داسې حال کې چې د عامې روغتیا روغتون د روغتیايي قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې مدیریت د دې کار په مخنیوي کې ځان نا توانه بولي.
د ګهیځ د یوې اونۍ څار په پایله کې وموندل شوه چې د ننګرهار حوزوي روغتون نږدې نوي سلنه ډاکټران په نسخه کې د درملو د جنرېک نوم پرځای، ناروغ ته یوازې د هغې تجارتي نوم لیکي په داسې حال کې چې د صحي چارو کارپوهان وايي چې دغه ډاکتران د دې لپاره چې ناروغان نورو درمل پلورنځيو کې درمل پیدا نکړای شي، دا چاره تر سره کوي خو ځينې ډاکتران بیا وايي که چېرې په نسخه کې د جنریک نوم سربیره د کمپنۍ نوم ونه لیکې درمل پلورونکي د خرابو کمپینیو درمل ناروغ ته ورکوي چې د خراب کیفیت لرونکي وي او د ناروغ په معالجه کې له ګټې زیان ډېر لري.
د ننګرهار حوزوي روغتون ریاست کې د روغتیایي قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې مدیر ډاکټر ذاکر حضرتي بیا د نسخې لیکلو د اصولو له مخې د ډاکټرانو لاس د هغو تجارتي نومونو په لیکلو کې آزاد بولي، چې کمپنۍ یې مشهوره او درمل یې معیاري وي، خو ټینګار یې دا دی چې باید جنرېک نوم هم ورسره لیکل شوی وي، هغه څه چې د ډېری ډاکټرانو له لوري په لیکل شویو نسخو کې نه لیدل کېږي.
نوموړی هم دغه برخه کې پر شته مسایلو سترګې نه پټوي.
دی وایي: “ډاکټر او شرکت یا د ډاکټر او درملتون ترمنځ یو شمېر مسایل او معاملې ډېرې پټې ترسره کېږي، چې د پلټنې په جریان کې پرې د اسنادو او شواهدو موندل خورا ستونزمن کار دی. هو! ډېر شمېر شرکتونه شته چې ډاکټر ته د خپلو درملو په خرڅلاو کې ځانګړې ونډه په پام کې نیسي. دا بیا په کمپنیو پورې تړاو لري چې تر څومره کچې ونډه د ډاکټر لپاره جلا کوي؟ خو موږ د شفافیت په برخه کې بیا هم خپلې ټولې هڅې په کار اچوو او اچولي مو دي.”
خو لیدل کېږي چې د یاد روغتون زیات ډاکتران په نسخو کې یوازې د کمپنۍ نوم لیکي چې دا کار په ښکاره ډول د ډاکتر او درمل پلورونکو تر منځ د معاملې ښودنه کوي
د روغتیایي قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې مدیریت مشر پر یو شمېر درملتونونو باندې هم نیوکې کوي او وايي، درملتونونه د هغو کمپنیو درمل ناروغانو ته ورکوي چې ګټه یې په کې ډېره وي، خو دا چې د دغه درملو شرکتونه په قانوني ډول راجستر شوي وي نو ځکه يي دوی مخنیوی نشي کولای.
هغه درملتونونه چې دغه درمل پېري، هڅه کوي چې د خپلې ونډې سربېره قیمتونه هم لوړ کړي.
خو د حوزوي روغتون د روغتیایي قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې مدیریت مشر ډاکټر ذاکر حضرتي وایي، د نرخونو د کنټرول په برخه کې یوه لایحه شته چې د درملیزو چارو د تنظیم اداره یې مدیریت کوي. د ده په خبره د دغې لایحې له مخې پر درملو ټاکل شوي نرخونه کتل کېږي، که چېرې چا ترې سرغونه کړې وي او له هغې قیمته یې په لوړه بیه درمل پلورلي وي، جریمه کېږي خو په دې برخه کې جریمه شوي یو شمېر درمل پلورونکو د هویت پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته ویلي، چې د جریمه کېدو ترشاه یې لوړ نرخ نه، بلکې دغو څارونکو ته د فساد له لارې د پیسو نه ورکړه وه.
ځینو باوري پټو سرچینو ګهیځ ته ویلي چې په دغه ناقانونه تجارت کې د روغتیایي قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې یو شمېر کارکوونکي هم شریک دي، خو د دغه مدیریت مشر ډاکټر ذاکر حضرتي بیا دغه ادعاوې نه مني.
د ننګرهار په حوزوي روغتیا روغتون کې د ډاکترانو له لورې د اضافي درملو د لیکلو ترڅنګ خپلو شخصي کتنځایونو ته د ناروغانو غوښتل، د خپل شخصي کلینکونو کارتونه وېشل، د ناروغانو د تشخیص په برخه کې له لابراتوارونو او تشخیصیه کلینکونو سره پر معاملې ولاړې اړیکې، روغتون ته د راغلو وړیا درملو پلورل، د ناروغانو د کتلو پر مهال د ناروغانو سره دوه ګونی چلند، واسطه بازي او ګڼ نور تورونه هغه څه دي، چې له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د ولسي څارونکو او ناروغ لرونکو له خوا د حوزوي روغتون پر ډاکټرانو لګول کېږې، خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست بیا دغه تورونه بې اساسه بولي او په دې برخه کې د کره اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه کوي. هغه غوښتنه چې د روغتیایي قوانینو د تطبیق څخه د پلټنې مدیریت مشر ډاکټر ذاکر حضرتي یې هم پوره کېدل خورا ستونزمن کار بولي.
د روغتیا په برخه کې د تجربه لرونکو او لاسبرو وګړو په آند که چېرې لیکل شوې نسخې کمپیوټري وي، د دغې برخې څارونکي شفاف او د درملو تجارتي نوم پرځای جنرېک نوم لیکنه عملي شي، تر ډېره بریده به د دغه نامشروع کاروبار مخه ونیول شي.
هېره دې نه وي چې د دغو روغتیایي ستونزو د دوام له امله هر کال په زرګونه افغانان په لوړ لګښت ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې په موخه سفر کوي، خو هغوی چې نورو هېوادونو ته د ورتګ مالي توان نه لري، اړ دي چې دغه چارې همداسې و زغمي، د دې غیر قانوني چارو او بې انصافیو قربانیان ټول غریب ولسي وګړي دي چې له کلونو را پدېخواه له دې ستونزو رنج وړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس