معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزنډ د واکسین په تطبیق کې فساد ترسره کېږي

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزنډ د واکسین په تطبیق کې فساد ترسره کېږي

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزنډ د واکسین په تطبیق کې فساد ترسره کېږي
راپور: ذیشان ذهین
له ګهیځ سره د شریکو شویو اسنادو له مخې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزنډ‌‌‌ ‌واکسینونو د کمپاین پرمهال د ځینو ډاکټرانو په ګډون یو شمېر کواردیناتوران، سوپروایزران او رضاکاران په فساد لاس پورې کوي.
یوې معتبرې سرچینې چې د هویت پټ ساتلو په شرط له ګهیځ سره یاد اطلاعات شریک کړي وایي، یو شمېر هغه ډاکټران چې په IPV یا OPV پروګرام کې مسؤولین وي، د واکسین د تطبیق پرمهال، پر ځینو کواردیناتورانو خیالي ټیمونه رامنځ ته کوي او بیا د دغو خیالي ټیمونو لپاره ځانګړې شوې پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.
سر چینه وایي چې له همدې امله یو شمېر ډاکتران د خپلو سپارل شویو چارو سمه څارنه نشي کولی، ځکه چې هلته یې خپلې شخصي ګټې په خطر کې لویږي.
بل لور د واکسیناسیون د کمپاین په جریان کې یوه ډله او له جریان څخه وروسته دوه ډلې څارونکي چې د واکسیناسیون د مسؤولینو په وینا محصلین یې ورته جذب کړي، باید د همدې سیمې اوسېدونکي نه وي، خو د ګهیځ موندنې ښیي چې په دغو څارونکو کې ډېر شمېر د هماغه ځای هستوګن دي، چې څار په کې ترسره کوي.د دغو درې ډلو څارونکو دنده د هغو سیمو او ځایونو څارنه ده، چې د کواردیناتورانو او سوپروایزرانو له خوا ورته په ګوته کړل شي او دا څارنه باید د کواردیناتور او سوپروایزر په ناخبرۍ کې ترسره شي.
ګهیځ ته د ورکړل شویو اسنادو له مخې د بهسودو ولسوالۍ یو شمېر کواردیناتورانو د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه ورکړل شوي تر نیمایي ډېر ضد عفوني مایع، ماسکونه او نور هغه مواد چې د کمپاین په جریان کې یې باید رضاکارانو ته ورکړي وای، په بازار کې پلورلي دي چې ګهیځ د دغو موادو د پلور ځینې ثبوتونه ترلاسه کړي دي.
د سوپروایزرانو په ډله کې یې یو شمېر بیا خیالي ټیمونه رامنځته کوي او پیسې یې خپل جېب ته اچوي. دغه سوپروایزران له ځینو ډاکټرانو سره هم د IPV پروګرام په کمپاین کې د خیالي ټیمونو په رامنځته کولو کې اغېزمنه مرسته کوي.
د IPV پروسې په ترڅ کې د ستنې له لارې او د OPV پروسې په ترڅ کې بیا د خولې له لارې د پولیو واکسین ماشومانو ته تطبیق کېږي.
همدا رنګه د رضاکارانو په برخه کې هم له ګهیځ سره هغه ثبوتونه شریک شوي دي چې د ټریننګ اخیستو پرمهال یو کس، خو ساحه کې بیا بل کس د واکسیناسیون چارې پر مخ بیایي. په دغه برخه کې د څار لپاره مشخص شوي ډاکټران د خپلې مالي ګټې لپاره د دغو کسانو مخه نه نیسي. د کړنلارې له مخې باید د ټریننګ او د ساحوي کار پر مهال د رضا کارانو تذکرې وکتل شي چې دلته دا کار هم نه ترسره کېږي او له همدې امله ګڼ شمېر رضاکاران د یو او بل پر ځای چارې مخته بیایي.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۴۴، ۵۱، ۵۶، ۵۹، ۶۰، ۶۹، ۷۰، ۷۱ او ۷۲ هغه کلسترونه دي، چې د فساد پورته ذکر شوې چارې په کې ترسره کېږې.
د کړنلارې له مخې په یو کلستر کې د واکسیناتورانو تر اوو پورې ټیمونه وي، که یو کلستر یو خیالي ټیم هم ولري، نو د کال ۵۵ زره ۷ سوه افغانۍ د یو خیالي ټیم له خوا حیف او مېل کېږي.
پر دغه مالي فساد سربېره د واکسین په پروسه کې ځینې داسې کورنۍ هم شته چې تر څلور او پنځو غړو پورې یې په واکسین کې شامل کړي وي، په داسې حال کې چې د اصولو له مخې له یوې کورنۍ څخه باید تر یوه تن ډېر شتون ونه لري، خو په هغه صورت کې چې د یوې ښځینه رضاکارې سره د خپلې کورنۍ محرم نارینه شتون ولري.
ګهیځ خبریال ددې ټولو موضوعاتو په اړه د یوه مشخص ځواب موندلو لپاره د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په کچه د واکسین مشر ډاکټر یوسف احدي وپوښت، خو نوموړي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه. وروسته بیا د ختیځ زون د واکسیناسیون مشر ډاکټر جان محمد صاحبزاده، په همدې زون کې د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHO مسؤول ډاکټر سفیر احمد او عمومي مسؤول ډاکټر نجیب الله کاموال وپوښتل شول، دغو درې واړو مسؤولینو په یوه ګډه مرکه کې ګهیځ ته په دې برخه کې د فساد د یو شمېر مسایلو شتون ومنلو، خو ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې یې پر روڼتیا باندې چارې چټکې کړي. د دوی په خبره ښه بېلګه یې په تېرو څو میاشتو کې د بهسودو او سره رود ولسوالیو څخه د ۳۰ تنو همداسې وګړو لرې کېدنه ده.
د ختیځ زون د واکسیناسیون مشر ډاکټر جان محمد صاحبزاده وویل: “زه د خیالي ټیمونو له نوم سره بېخي حساسیت لرم. زموږ زون د هېواد په کچه د روڼتیا په برخه کې تر نورو ښه نوم لري. هو، ممکن ځینې مسایل چې تاسې یاد کړل، شتون ولري؛ ځکه په دغسې لویې پروسې کې ترې سترګې نه شي پټېدلی، خو موږ تر پخوا ډېر پر روڼتیا باندې کار کړی.”
ډاکتر جان محمد صاحبزاده د خپل زون د چارو د روڼتیا لپاره ښه بېلګه د ۳۰ همداسې کسانو دغې پروسې څخه وېستنه ګڼي او ټينګار کوي چې دوی په دې برخه کې د روڼتیا د راوستو په اړه جدي دي او ژمنه کوي چې د ګهیځ د دغو موندنو او نورو همکاریو پرمټ به دغه پروسه نوره هم شفافه کړي.
یاد مسؤولین ژمنه کوي چې د ګهیځ د دغو موندنو له مخې به خپلې تصفیه شوې سیمې بیا ځل د یاد فساد د له منځه وړلو په موخه چاڼ کړي.
په ټول ختیځ زون کې د خولې له لارې د پولیو واکسین په کال کې دوولس ځل په عادي حالاتو کې تطبیق کېږي، چې د اړتیا پرمهال بیا په کال کې له یو تر دوه ځلو د ستنې له لارې هم ترسره کېږي.
د زون په کچه څلور سیمې (د ننګرهار حصارک او شېرزاد، د لغمان الینګار او د کونړ شلتن) هغه ځایونه دي، چې له یو لک ډېر ماشومان په کې د واکسین د تطبیق پر مهال له دغې پروسې بې برخې پاتې کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس