معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار د بېلابېلو ادارو رئیسان او کارکوونکي په رسمي وختونو کې په خپلو ادارو کې نه وي حاضر

د ننګرهار د بېلابېلو ادارو رئیسان او کارکوونکي په رسمي وختونو کې په خپلو ادارو کې نه وي حاضر

د ننګرهار د بېلابېلو ادارو رئیسان او کارکوونکي په رسمي وختونو کې په خپلو ادارو کې نه وي حاضر

راپور: ذیشان ذهین

په جلال آباد کې د ګڼو ملکي ریاستونو او ادارو مراجعین، شکایت لري چې اکثره وختونه یاد رئیسان او آن ټېټ رتبه مامورین یې په دفترو کې نشته وي او د دوی هغه کار چې باید یوه ورځ کې ترسره شي، په ورځو ورځو ځنډېږي، چې په وینا یې دغې کړنې د خلکو زړونه ادارو ته له مراجعې تور کړي او حکومت سره یې د ولس واټن زیات کړی دی.
په ننګرهار ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیي چې د یاد ولایت یو شمېر دولتي ریاستونه د اونۍ په ترڅ کې یا بند وي او یا یې رئیسان ډېر ناوخته دندې ته حاضریږي، چې د وخت دغه فساد ټیټ پوړو کارکوونکو ته هم د وظیفوي غفلت انګېزه رامنځ ته کړې او د خلکو او مراجعینو شکایتونه یې زیات کړي دي.
د ننګرهار په روغتیا ریاست کې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ګهیځ ته وویل چې د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کې د ماشومانو او قابله ګانو څانګې ګڼ شمېر نرسانې او نرسان د خپل کار په رسمي وخت کې په نږدې خصوصي پوهنتونونو کې خپلې زده کړې بشپړوي، چې له امله یې ټولې ترسره کېدونکې چارې د څو محدودو نرسانو غاړې ته لویږي.
همدارنګه د یاد ولایت د پوهنې،کرهنې او اطلاعاتو او کلتور ریاستونو رئیسان او د مستوفیت مسؤولین په رسمي وخت کې په خپلو ادارو کې حاضر نه وي چې له امله یې ګڼ شمېر مراجعین او ښاریان لالهانده او سرګردانه ګرځي.
په جلال آباد کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ خبریال ته وویل چې د ننګرهار د پوهنې رئیس په ورځو ورځو له خپل دفتر نه غیر حاضر وي، چې دفتر ته د نه راتګ له امله یې زیات شمیر مراجعین خپلې عریضې، ضروري اسناد او هغه غوښتنلیکونه چې د رئیس لاسلیک ته اړتیا ولري، د نوموړې کور ته ور وړي او هلته د یوې شپې _ ورځې له تېرېدو وروسته د خلکو چارې بشپړې او بیا ورته خپل غوښتنلیکونه سپارل کېږي.
په جلال آباد کې یوې سرچینې د ګهیځ له خبریال سره ځینې داسې ثبوتونه هم شریک کړي دي، چې ښکاروي د ننګرهار په ځینو ریاستونو کې نه یوازې په رسمي وخت کې یې رئیسان نشته، بلکې یو شمېر شعبې هم بندې او د آمرینو ترڅنګ یو شمېر مامورین هم خپلو دندو ته په ځنډ سره حاضریږي.
که څه هم له ګهیځ سره په رسمي خبرو کې د ریاستونو مشران، په خپلو اړونده ادارو کې د وخت فساد په اړه شته اندېښنې په کلکه ردوي، خو پدې برخه کې شته اسناد دا په ډاګه کوي چې په خپله یاد رئیسان هم په بېلابېلو رسمي وختونو کې یا ناوخته او یا هم بالکل دندو ته نه دي حاضر شوي.
د دغو ادارو رئیسان ډېری مهال په خپل ریاست کې د نه حضور دلایل له دفتره بهر په ولایتي ادارې او یو شمېر نورو ځایونو کې کېدونکي مجلسونه یادوي، خو د کرهنې له رئیس انعام الله ساپي پرته نور رئیسان دا نه مني چې ګواکې کارکوونکي یې په رسمي وختونو کې په ځنډ خپلو دندو ته حاضرېږي.
د ګهیځ خبریال د رسمي ورځو په بېلابېلو وختونو کې د یو شمېر ریاستونو له مشرانو سره لیدل غوښتل ترڅو د یادو ادعاوو او وړاندې شویو ثبوتونو په اړه د هغوی نظرونه واخلي خو په بېلابېلو ریاستونو کې رئیسانو شتون نه درلود.
د ګهیځ خبریال چې کله په لومړي ځل د ننګرهار د حوزوي روغتون ریاست مقام کې څوک پیدا نکړل نو هڅه یې وکړه چې د ننګرهار د عامې روغتیا له رئیس ډاکتر نصیر احمد دراني څخه په عامې روغتیا روغتون کې د وخت فساد په اړه نظر واخلي، خو د لیندۍ په ۱۳مه د پنجشنبې په ورځ چې تر غرمې مخکې ۱۱:۳۵ بجې وې، نه د عامې روغتیا رئیس، نه یې کوم سکرتر او نه هم د تحریراتو په مدیریت کې کوم کارکوونکي شتون درلود.
د واټس آپ له لارې مو د عامې روغتیا ریاست له ویاند ظاهر عدیل سره په غږیزه بڼه یاده موضوع شریکه کړه، خو بیا مو هم کوم مطلوب ځواب ونه موند.
همدارنګه د ریاستونو له ډلې د ګهیځ خبریال غوښتل چې د ځینو سرچینو د خبرو پر بنسټ، دندې ته د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د نه راتګ ترڅنګ د مامورینو ناوخته راتګ په اړه وضاحت ترلاسه کړي، خو لاندې بېلابېلو وختونو کې مو د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری خپل دفتر کې ونه موند.
لومړی وار: پنجشنبه د جدي څلورمه نېټه سهار نهه بجې.
دوهم وار: پنجشنبه د جدي څلورمه نېټه غرمه یوولس نیمې بجې.
درېبم وار: شنبه د جدي شپږمه سهار لس بجې.
څلورم وار: شنبه د جدي شپږمه ماسپښین دوه بجې.
پنځم وار: دوشنبه د جدي اتمه سهار لس نیمې بجې.
شپږم وار: سه شنبه د جدي نهمه سهار نهه بجې.
اووم وار: چهار شنبه د جدي لسمه سهار نهه بجې.
اتم وار: چهارشنبه د جدي لسمه ماسپښین دوه نیمې بجې.
نهم وار: پنجشنبه د جدي یوولسمه سهار لس بجې.
له نهم ځل تعقیب وروسته مو چې کله پوهنې ریاست کې د پوهنې پر رئیس سربېره ددغه ریاست ویاند محمد اصف شینواری هم ونه موند، اړ شو چې د ریاست له مرستیال سید عیسی سره په یاد ریاست کې د وخت فساد په اړه شته اندېښنو ته د پوهنې ریاست ځواب ترلاسه کړو.
نوموړي پوهنې ریاست ته د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د نه راتګ لوی دلیل پدې وروستیو کې هغه ته او همدارنګه پوهنې ریاست ته شته امنیتي ګواښونه په ګوته کړل.
نوموړی وايي پوهنې ریاست د ورځې په منځني ډول تر زرو پورې مراجعین لري، چې د اړتیا پرمهال د هغو کسانو عرایض چې چارې یې په رئیس پورې تړلې وي، د لاسلیک لپاره کور ته د رئیس ور وړل کېږي.
نوموړي ګهیځ ته رسېدلي هغه ثبوتونه ونه منل چې ګنې په رسمي وختونو کې د پوهنې ریاست اړوند ځینې شعبې بندې او یا ورته قلفونه اچول شوي وي خو هغه څه چې په اړه یې د ګهیځ خبریال ته ثبوتونه په لاس ورکړل شوي دي.
د ده په خبره د پوهنې ریاست مامورین او کارکوونکي د ټول ولایت په کچه یوازیني خلک دي، چې د وخت په فساد کې یې له ښکېلتیا ځانونه ژغورلي دي. هغه ادعا چې تقریبا د هرې ادارې مشر له ګهیځ سره په خبرو کې مطرح کړې ده.
دوی هغو ثبوتونو ته په اشارې چې په کې د پوهنې ریاست د ځینو شعباتو دروازې بندې ښودل شوې دي، وایي چې د آزموینو د پیل له امله ځینې کارکوونکي د لېسو او ښوونځیو د څارنې لپاره ګومارل شوي، چې له امله یې یو شمېر کارکوونکي شعباتو کې نشته دي، خو دا چې ګومارل شوي کارکوونکي د کومو سیمو لېسو ته تللي؟ په اړه یې نور معلومات له موږ سره نه شریک کېږي او دلیل یې هم امنیتي ګواښونه بولي.
بل لور ته د ننګرهار د کرهنې رئیس انعام الله ساپی بیا په ډاګیزه توګه د خپلو یو شمېر کارکوونکو ناوخته راتګ مني، خو نوموړی د وخت په پرتله د کار پر ښې اجراء ډېر ټینګار کوي.
د ده په خبره هغه کسان چې د ناوخته راتګ سره بیا هم خپل کارونه په فعال ډول ترسره کوي، د درناوي وړ دي.
ساپي له ګهیځ سره په شویو خبرو کې د ځان په اړه وویل چې د رسمي مجالسو له شتون پرته سهار پر اته نیمو بجو خپل دفتر کې حاضر وي، خو د ګهیځ خبریال له مرکې وړاندې درې ځله (شنبه د جدي شپږمه، سهار ۸:۳۸، یکشنبه اووم د جدي یوولس بجې او پنځلس دقیقې، دوشنبه د جدي اتمه، ۰۱:۳۸) نوموړي په خپل دفتر کې و نه موند.
د مرکې پرمهال بیا ډېری رئیسانو په دفتر کې د دوی د نه شتون لوی لامل ولایت او ډېرو نورو برخو سره خپل مجالس په ګوته کول، خو د ګهیځ موندنې ښيي چې د ولایت ډېرو مجالسو ته اکثر وخت د رئیسانو له لورې یو شمېر لوړ رتبه مامورین د ګډون په موخه ورلېږل کېږي.
بل لور د ننګرهار مستوفي احمد نوید بشریار بیا په شپږم وار په مستوفیت کې وموندل شو، ترې وړاندې پنځه ځله په لاندې وختونو کې نوموړی په خپل دفتر کې شتون نه درلود:
لومړی وار: پنجشنبه د جدي څلورمه، سهار اته بجې او پنځوس دقیقي.
دوهم وار: شنبه د جدي شپږمه ماسپښین دوه نیمې بجې.
درېیم وار: دوشنبه د جدي اتمه سهار لس نیمي بجې.
څلورم وار: سه شنبه د جدي نهمه سهار نهه بجې او درې دقیقې.
پنځم وار: سه شنبه د جدي نهمه ماسپښین دوه بجې او دوولس دقیقې.
په پورته وختونو کې چې کله د مستوفیت په دفتر کې مستوفي نه ؤ، د ګهیځ خبریال ملاقاتونه د نوموړي د سکرتریت له کارمند دل احمد سره شوې دي، د مستوفي د نه شتون له امله وروستۍ لیدنه د سه شنبه ماسپښین مهال ؤ چې د مالیه ورکوونکو له عمومي آمر فرمان شاه بهسودي څخه د رئیس د نه شتون دلیل و پوښتل شو، خو نوموړي په دې اړه د خبرو له کولو ډډه وکړه.
احمد نوید بشریار هم ګهیځ سره په خپلو خبرو کې مستوفیت ته د خپلو کارکوونکو ناوخته راتګ نه مني، نوموړی د ځان په اړه هم هغه وختونه چې د ګهیځ له لوري د نېټې، ورځو او وخت سره یوځای نوټ شوي دي، پرته له دې چې په اړه یې سپیناوی وکړي، رد کړل او دا یې د ځان پر وړاندې د خپلو حریفانو یوه دسیسه وبلله. بشریار ټینګار درلود چې هم خپله او هم یې کارکوونکي د رسمیاتو پر مهال په مستوفیت کې حاضر وي، خو د ګهیځ ثبوتونه بیا د نوموړي د دغو څرګندونو خلاف دي او د نوموړي له دغه ادعاوو سره چې په دفتر کې یې د خپل شتون په اړه کوي په ټکر کې دي.
د رئیسانو له ډلې هغه رئیس چې د ګهیځ خبریال په لومړي ځل په خپل دفتر کې حاضر ولید، د اطلاعاتو او کلتور رئیس رحیم الله خوګیاڼی ؤ.
نوموړی د شنبې ورځ د جدي په شپږمه نېټه، مازدیګر درې بجې خپل دفتر کې شته ؤ، خو د دې لپاره چې د ولایت مجلس ته روان ؤ، موږ ته یې یو ورځ وروسته یعنې د دوشنبه لس بجې د مرکې لپاره وخت راکړ، خو دوشنبه د جدي په اتمه، تر غرمې مخکې لس بجې یې بیا په خپل دفتر کې نه ؤ.
دوهم وار: دوشنبه د جدي اتمه ماسپښین دوه بجې.
درېیم وار: سه شنبه د جدي نهمه سهار نهه بجې او پنځوس دقیقې.
څلورم وار: سه شنبه د جدي نهمه ماسپښین دوه بجې او لس دقیقې.
په پنځم وار ورتلو کې تر یو څه انتظار وروسته لس بجې نوموړی په دفتر کې حاضر او مرکه یې ترسره کړه.
په شوې مرکه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رحیم الله خوګیاڼي هم پر وخت د خپلو کارکوونکو راتګ باندې ټینګار درلود، خو یادونه یې وکړه چې یاد ریاست کې د خدماتي او تولیدي برخې چارې ډېرې دي، چې له امله یې د دوی ډېر پرسونل د دفترونو پرځای په ساحو کې وي. خوګیاڼی هم ټینګار کوي چې تل یې پر ټاکلي وخت خپلې دندې ته ځان حاضر کړی، هغه ادعا چې د ترلاسه شویو څېړنو برعکس ده.
د دغې څېړنې د موندنو له مخې د دولتي ملکي ادارو ډېر رئیسان د وخت په فساد کې ښکېل دي، چې کړنې یې پر آمرینو او مامورینو هم خپل سیوری غوړولی دی.
د ننګرهار له ولایتي ادارې څخه مو هم ځینې شکایتونه ترلاسه کړي وو، چې کارکوونکي یې پر وخت دندو ته نه حاضریږي.
ولایتي اداره کې مو د یاد کاري فساد په اړه موضوع د ولایت له ویاند عطاءالله خوګیاڼي، د بشري منابعو رئیس احمد ضیاء عبدالزي، د ولایت د مرستیال سکرتر نعمان بشریار او د ولایت له مالي او اداري مرستیال ببرک میاخېل سره شریکه کړه، خو له ډلې یې یو هم په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.
د وخت فساد د مخنیوي په برخه کې انګېرنې دادي چې الکترونیکي حاضري او د ولایت په کچه د رئیسانو د څارنې لپاره د یو بې پرې پلاوي ټاکل کولی شي، د دولتي ملکي یا نورو ادارو او ریاستونو کې د وخت فساد په اړه شته اندېښنو او نیمګړتیاوو په مخنیوي کې اغېزمن رول ولوبوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس