معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د مهتر لام ښاروالي له زرګونو کراچي وانانو څخه نا قانونه پیسې اخلي.

د مهتر لام ښاروالي له زرګونو کراچي وانانو څخه نا قانونه پیسې اخلي.

د مهتر لام ښاروالي له زرګونو کراچي وانانو څخه نا قانونه پیسې اخلي.

راپور: ریحان الله ممتاز

د ګهيځ موندنې ښي، چې د مهترلام ښاروالۍ له کراچي وانانو څخه د ښاروالۍ د نواقلو په نوم د کال شا او خوا شپاړلس ميليونه او دوه سوه زره (۱۶۲۰۰۰۰۰) افغانۍ راټولوي، چې ټولې يې د ښاروالۍ حساب ته نه ورځي او فساد په کې کېږي.
ګهيځ دغه موضوع له تېرې يوې میاشتې راهيسې وڅېړله او يو شمېر داسې اسناد، مدارک او ثبوتونه يې ترلاسه کړل، چې د ښاروالۍ لخوا د نواقلو په نوم راټولو شويو پيسو څخه ټولې يې د ښاروالۍ حساب ته نه ځي، بلکې شخصي جيبونو ته ورځي.
د ګهيځ لخوا په ترلاسه شویو اسنادو او ثبتونو کې لیدل کېږي، چې په مهترلام ښار کې د مجاهد په نوم يو کس له هر کراچي وان څخه هره ورځ لس (۱۰) افغانۍ د نواقلو په نوم اخلي، خو د ښاروالۍ لخوا ورته کومه رسمي پارچه نه ورکول کېږي.
۵۰ کلن ګلاب الدين کاکا په مهترلام ښار کې جرابې، خولۍ او نور ژمني توکي خرڅوي. نوموړی وايي: «هره ورځ يو نفر راځي او د ښاروالۍ په نوم له موږ څخه لس افغانۍ اخلي، خو موږ ته کومه پارچه نه راکوي. مخکې يې پارچې راکولې، خو شاوخوا یوکال کېږي کومه پارچه يې موږ ته نه ده راکړې.»
ګلاب الدين کاکا هغه پارچې، چې يو کال مخکې ده ته د ښاروالۍ د دې کس لخوا ورکړل شوې وې، د ګهيځ خبريال ته وښودلې، دغو پارچو کې ليدل کېږي، چې نه د ښاورالۍ د مسؤول امضاء او نه پکې د پارچې مسلسله شمېره شته.
۳۸ کلن خان محمد په مهترلام ښار کې خرما (کجورې) پلوري. نوموړی وايي، چې له دوی څخه هره ورځ شل افغانۍ اخیستل کېږي، چې لس افغانۍ د ښاروالۍ په نوم او لس افغانۍ د ډنډه مار په نوم.
خان محمد وايي:«زه د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی يم، په مهترلام ښار کې خرما خرڅوم، دلته هره ورځ له موږ څخه د ښاروالۍ په نوم یو کس لس افغانۍ اخلي، خو کومه پارچه د ښاروالۍ موږ ته نه راکول کېږي، او بل د ډنډه مار په نوم هم یو کس هره ورځ له موږ څخه لس افغانۍ اخلي، موږ نه پوهېږو، چې دا پيسې چېرته ځي او د څه لپاره يې اخلي.»
جواد چې ۲۲ کاله عمر لري، په مهترلام ښار کې روميان، بانجان او نوره ترکاري خرڅوي. دی وايي، هره ورځ د ښاروالۍ لخوا يو کس راځي او له موږ څخه لس لس افغانۍ ټولوي. دی هم دا مني، چې د ښاروالۍ له خوا ورته هېڅ کومه پارچه نه ورکول کېږي. دا ځوان وايي، هغه څوک چې پیسې ټولوي، موږ ته وايي چې ښاروالۍ ته يې وړو، خو پارچه د ښاروالۍ لخوا نه راکول کېږي.
جواد زیاته کړه:« زه دلته روميان او نوره ترکاري خرڅوم، هره ورځ ښاروالۍ ته لس افغانۍ ورکوم، خو موږ ته ښاروالۍ هېڅ کومه پارچه نه راکوي خو د ښاورالۍ په نوم له موږ پيسې اخيستل کېږي.»
محمد موسم په لغمان کې له پنځلس کالو راهيسې کيلې خرڅوي. دی وايي: « هر ورځ دوه جانبو ته پیسې ورکوم، يو د ښاروالۍ په نوم لس افغانۍ رانه اخلي او بل د ډنډه مار په نوم لس افغانۍ رانه اخلي، نه کومه پارچه راکوي او نه کوم بل څه، موږ ته معلومات نشته، چې دا پيسې چېرته ځي خو له موږ څخه اخستل کېږي.»
د ګهيځ خبريال له لسګونو داسې نورو لاس پلورنکو سره هم مرکې کړي. هغوی هم همدې ستونزې ته اشاره کوي او وايي چې دوی هم نه پوهېږي دا پيسې د چا جیب ته ځي، مګر له دوی څخه هره ورځ له کوم رسمي سند او پرچې پرته ټولیږي.
عبدالقدوس په مهترلام ښار کې د کراچي وانانو مشر دی. نوموړی وايي، چې دوی په مهترلام ښار کې شا اوخوا تر شپږ زره ( ۶۰۰۰) پورې کراچي وانان لري، چې ترکاري پلورونکي، کمپيوټرکاران، ميوه پلورونکي او نور صنفونه په کې شامل دي. دی وايي چې د ښار ټول کراچي وانان د ښاروالۍ لس افغانۍ نواقل ورکوي، او په خپل زړه يې ورکوي. دی هم دا مني چې پارچه نه ورکول کېږي، خو وايي چې ممکن کله کله پارچه ونه اوسي او يا شايد چاپ شوې نه وي.
عبدالقدوس زیاته کړه: «هو! کله کله پارچه نه ورکول کېږي، ممکن چاپ نه وي او يا کيدای شي کومه بله مسله وي، دا د ښاروالۍ مسؤوليت دی بايد پارچه ورکړي، دا چې پارچه نه ورکول کېږي بايد لاس پلورونکي ما پرې خبر کړي خو دوی ماته په دې اړه څه نه دي ويلي.»
له ده څخه مو هم د ښاروالۍ د پارچې غوښتنه وکړه، خو په خپله هم ورسره د ښاروالۍ لخوا د نواقلو په نوم پارچه نه وه.
دا چې د نواقلو اخیستو ترڅنګ د کراچي وانانو پر وینا يو څوک د ډنډه مار په نوم هم لس افغانۍ ټولوي، دا موضوع مو هم له عبدالقدوس سره شريکه کړه؛ نوموړي په دې اړه وويل :« دوی زموږ خلک دي موږ مقرر کړي دي، دوی ښاري انضباطان دي او په ښار کې له هغو لاس پلورنکو د ورځې لس افغانۍ اخلي، چې د سړک د ويالې پر سر سودا خرڅوي چې شمېر يې شاوخوا ۲۵۰ تنو ته رسېږي، موږ ۸ نفره انضباطان لرو او پیسې خپلو منځو کې ويشي.»
خو د ګهیځ په ترلاسه کړو اسنادو کې ښکاري، چې ډنډه ماران له ټولو کراچي وانانو د ورځې لس افغانۍ اخلي، کومه خبره چې د لاس پلورونکو رئیس عبدالقدوس نه مني.
د مرکو په جريان کې د مهترلام ښار د اصنافو د اتاق رئیس عبدالولي قدوسي سره هم وغږيدو. دی وايي، په مهترلام ښار کې يې کراچي وانان په صنفونو ويشلي، بنجاره، ترکاري، ميوې او نور هغه صنفونه دي، چې دوی بیل کړي، خو دی وايي چې د ټولو تعداد شاوخوا (۵۰۰۰) پنځه زرو تنو ته رسېږي.
قدوسي زیاته کړه: «مهترلام ښار کې له دې ټولو لاس پلورونکو څخه د ښاروالۍ لخوا هره ورځ لس افغانۍ نواقل اخیستل کېږي، د ښاروالۍ سړی راځي لس افغانۍ ټولوي خو پارچه نه ورکوي، زه نه پوهېږم، چې دې پيسو کې څومره د ښاروالۍ بوديجې ته ورځې او څومره شخصي جيبونو ته ځي»
د ډنډه مار مسأله مو هم له ده سره شريکه کړه. د نوموړي په خبره چې دا خلک دوی مقرر کړي دي چې په ښار کې د بې نظميو مخه ونيسي.
د اصنافو رئیس قدوسي وویل: « دوی ښاري انضباطان دي زموږ اتحادیې مقرر کړي، چې ښار کې د بې نظميو مخه ونيسي په دې اړه مو ښاروالۍ په جريان کې کړې خودا کومه دولتي برنامه نه ده، بلکې موږ خپله شخصي دا خلک مقرر کړي دي تر څو له هغوی پیسې ټولې کړي، چې د سړک د ويالو پر سر کاروبار کوي چې شمېر يې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته رسېږي او دغه پیسې ډنډه ماران په خپلو منځونو کې ویشي»
د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې د معلوماتو له مخې، چې په ښار کې شاوخوا ۴۵۰۰ کراچي وانان شته، خو د اصنافو رئیس عبدالولي قدوسي وايي، چې تر ۵۰۰۰ پورې لاس پلورونکي په ښار کې کار او بار کوي، له دې ټولو هره ورځ لس افغانۍ اخستل کېږي.
دا چې په منځني ډول له ۴۵۰۰ کراچي وانانو څخه د ورځې لس افغانۍ واخيستل شي، نو د يوې ورځې پنځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) افغانۍ کېږي. د همدې حساب پر اساس د مياشتې يو ميليون او درې لکه پنځوس زره (۱۳۵۰۰۰۰) افغانۍ او د يوه کال شپاړلس ميليونه او دوه سوه زره (۱۶۲۰۰۰۰۰) افغانۍ کېږي، چې بايد د ښاروالۍ بوديجې ته ورشي. خو د ګهيځ په اسنادو، شواهدو او مدارکو کې ښکاري، چې د ښاروالۍ لخوا کراچي وانانو ته کومه پارچه نه ورکول کېږي، نو څه ډول دغه پيسې د ښاروالۍ په حساب کې جمع کېږي؟ روان کال کې څومره افغانۍ د ښاروالۍ حساب ته ورغلي او په څومره پيسو کې غبن شوی؟ هغه پوښتنې دي چې د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې له مدير ذبيح الله حمیدي سره مو شريکې کړې.
نوموړی وايي، دوی په مهترلام ښار کې د کراچي وانانو دولس صنفه لري، چې د ټولو شمېر شاوخوا څلور زره پنځه سوه (۴۵۰۰) ته رسېږي، چې په ښار کې د سړک په غاړو او د ويالو په سرونو مو ځای پرځای کړي دي.
حميدي وايي،ښار والۍ د تاجايي په نامه د في متر مربع پنځه افغانۍ اخلي، او دا پيسې د قانون مطابق ټوليږي او د ښاروالۍ حساب ته ورځي. نوموړی دا نه مني، چې په دې پيسو کې فساد شوی؛ دی وايي ټولې پيسې د ښاروالۍ حساب ته ورغلي او دا پروسه شفافه ده، کومه درغلي په کې نه کېږي، خو دی وايي چې دوی به په دې اړه څېړنه وکړي، که ستونزه موجوده وي نو دوی به يې په اړه اقدام وکړي.
نوموړي د يو شمېر اسنادو له ليدولو وروسته دا ومنله چې پارچه نه ورکول کېږي. هغه وويل:«تاجايي د ښاروالۍ قانوني حق دی چې بايد واخيستل شي، خو داچې پارچه ولې نه ورکول کېږي موږ به يې په اړه پلټنه وکړو، موږ د ښاروالۍ لخوا قانوني ټاپه شوې پارچې لرو، چې په مسلسل نمبر سره ورکول کېږي.»
د ډنډه مار یا د ښاري انضباطانو موضوع مو هم د ښاروالۍ له همدې مدير سره شريکه کړه. دی يې په اړه وايي، چې دوی دې باره کې دوی ته کوم هدايت نه دی شوی، دا کار خپله دو کاندارانو لخوا جوړ شوی دی او کومه قانوني بڼه نه لري، دوی يوازې د ښار د نظم لپاره دا کار کړی دی.
حمیدي وویل:« زه نه پوهېږم چې ډنډه ماران څومره دي او څومره پيسې به ټولوي خو دا کار کومه قانوني بڼه نه لري دوی يوازې د خپل نظم په خاطر دا کار کوي او د خپلو اتحاديو له لوري يې دغه کسان ټاکلي دي.»
زموږ د ترلاسه کړو اسنادو له مخې ښکاري چې په ورځني ډول د نواقلو په نوم له راټولو شويو پيسو څخه يې له اته زرو (۸۰۰۰) تر لسو زرو (۱۰۰۰) زرو د ښاروالۍ حساب ته ورځي، دا چې نورې پيسې چېرته ځي په دې اړه ذبيح الله حمیدي وويل چې دوی ته د خپل ټارګيټ پيسې ورکول کېږي، داچې پيسې اخيستل کېږي او پارچه نه ورکول کېږي، نو په اړه به يي څېړنه کوي.
د مهترلام ښار د اصنافو رئيس وایي چې په ښار کې له ټولو کراچي وانانو څخه د نواقلو په نوم پيسې اخستل کېږي، خو کومه پارچه نه ورکول کېږي، نو دا چې دوی ته پارچه نه ورکول کېږي دا به څنګه معلومه شي، چې د ښاروالۍ حساب ته د ورځې څومره پيسې ورځي، په دې اړه مو د مهتر لام د ښاروالۍ د مالي او اداري مديريت څخه د معلوماتو ترلاسه کولو غوښتنه وکړه خو معلومات يې رانکړل او يوازې يې د لومړۍ ناحیې د مدیر په مرکه اکتفاء وکړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس