معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د مهترلام ښار په واټونو کې د نا قانونه وسله والو ګرځېدل، خلک اندېښمن کړي دي

د مهترلام ښار په واټونو کې د نا قانونه وسله والو ګرځېدل، خلک اندېښمن کړي دي

د مهترلام ښار په واټونو کې د نا قانونه وسله والو ګرځېدل، خلک اندېښمن کړي دي
خبریال: محمد ګلاب ابراهیمي
د ګهیځ خبریالانو داسې ویډو ګانې ترلاسه کړې چې، په مهترلام ښار کې په ملکي جامو کې یو شمېر نا قانونه وسله وال په واټونو کې ګرځي چې نه کوم رسمي یونیفورم لري او نه یې اړونده جهت معلوم دی.
د مهتر لام اوسیدونکي له دغو وسلوالو څخه په اندېښنه کې دي او شکایت لري چې د لغمان امنیه قوماندانۍ لا پدې نه ده توانیدلې چې د دغو نا قانونه وسلوالو مخه ونیسي.
د لغمان ولایت یو تن هټيوال حکمت الله وايي چې دوی هره ورځ ګوري چې په ښار کې بې یونیفورمه وسلوال ګرځي، سړی حیران شي چې دا څوک دي.
نوموړی وایي د لغمان ډېر خلک شاهدان دي چې ډېر ځله د دغسې وسله والو په ډزو خلک وژل شوي دي.
دی وایي اکثره دا خلک چې په غیر قانوني ډول وسلې ګرځوي، زرواکي دي یا د زور واکو اړوند وسله وال ساتونکي چې له حکومت او اړونده ادارو هېڅ ډول وېره نلري.
دغه هټیوال زیاتوي: “مهترلام ښار کې په شخصي جامو کې وسله وال لیدل کېږي چې هره ورځ هرې خوا ګرځي راگرځي او د ښار ټول اوسېدونکي له دوی څخه وېره لري، سړی حیران شي چې دا خلک څوک دي؟ اکثره مرګونه او قتلونه هم د همدوی په وسیله کېږي، موږ هټیوال هم له دوی څخه وېره لرو.”
د مهترلام ښار یو تن ریکشا چلوونکی بریالی هم په غیر قانوني ډول د وسلو له ګرځوونکو څخه وېره لري او وايي چې دا په ښاریانو باندې ډېر زیات بد تأثیر لري.
نوموړی زیاتوي څو ورځې وړاندې په مهترلام ښار کې یو تن چې په شخصي جامو کې یې وسله ګرځوله، په یو کس باندې یې ډزې وکړې او هغه یې ټپي کړ، چې وروسته بیا دغه وسله وال ونیول شو.
بریالی وایي چې: “د ښار ټول اوسېدونکي له دوی څخه وېره لري، یو ناڅاپه په شخصي جامو کې یو وسله وال کس ښار ته داخلیږي، موږ څه خبر یو چې دا څوک دی؟”
بریالی زیاتوي چې: “دولت باید د دوی غمه وخوري که دا نظامي کسان وي باید خپلې ځانګړې جامې یا یونیفورم واچوي، که نا معلوم خلک وي باید ونیول شي ځکه دوی د ټول ښار نظم خراب کړی دی، غلاوې، قتلونه او نورې ستونزې همدوی جوړې کړې.”
د مهترلام ښار یو بل تن اوسېدونکی عبدالبصیربیا وایي که چېرته د مسؤولو او غیر مسؤولو وسلوالو ترمنځ فرق ونشي نو ستونزې لا پسې زیاتیږي.
عبدالبصیر زیاتوي چې: “که چېرته دغه ستونزه حل نشي، د ښار نظم نور هم خرابیږي، ستونزو ته نوره هم لاره هواریږي، ځکه موږ هره ورځ وینو چې په ښار کې په شخصي جامو کې خلک وسلې ګرځوي چې د طالبانو له وسلوالو سره یې هېڅ فرق نه کېږي، موږ څه پوهېږو چې دا نظامیان دي، مخالفین دي یا بل څوک؟”
د لغمان ولایت ټولنیز فعالان هم په ښار کې په غیر قانوني ډول د وسلو ګرځول د عامه نظم د خرابیدو سبب یادوي او د مسؤولو چارواکو څخه ددې ډول کړنو د مخینوي غوښتنه کوي.
ټولنیز فعال جاوید مسرور وایي د ښار عامه نظم په ټولو وګړو پورې مربوط دی، چې باید وساتل شي هغوی چې په شخصي جامو کې په ښار کې ټوپک ګرځوي دا د عامه نظم د خرابیدو سبب کېږي.
نوموړی زیاتوي چې: “موږ په دې وسلوالو کې دوه ډوله لرو چې یو شمېر یې په دولتي موقفونو کې دي او له خپلې دندې بده استفاده کوي او بله ډله هغوی دي چې خپله شخصي وسله لري یا دښمني لري نو دا دواړه ډلې ددې وطن لپاره په زیان دي، دوی عامه نظم ګډوډوي، د پولیسو روحیه کمزورې کوي او د ډول ډول نورو ستونزو سبب کېږي.”
د لغمان د ولایتي شورا وکیل محمد ظاهر حسین خېل هم په ښار کې د غیر قانوني وسلو ګرځولو مخالف دی او زیاتوي چې د وکیلانو له نوم څخه بده استفاده دوی ته د منلو نه ده.
نوموړي ددي پوښتنې په ځواب کې چې ډېر خلک دا فکر کوي چې په غیر قانوني ډول وسلې اکثره د ولایتي شورا د وکیلانو په نوم ګرځول کېږي؟وویل: “منم چې د ولایتي شورا د وکیلانو له نامه څخه به استفاده کېږي خو دوی هم ددغو غیر قانوني وسلوالو د مخینوي هڅې پیل کړې او چاته به ددې اجازه ورنکړي چې د ولایتي شورا د یو وکیل له نوم څخه په استفادې وسله وګرځوي.”
حسین خېل همدارنگه وایي: ” زموږ ساتوونکي په یونیفورم سمبال دي، ټول قانوني اسناد لري، کېدای شي زموږ له نوم څخه په استفادې به زموږ نږدې دوستان شخصي وسلې وګرځوي، خو موږ یې په لټه کې یو، دوی د ښار نظم خرابوي، د دوی په شتون کې دلته ډول ډول غیر قانونې کړنې ترسره کېږي.”
له بلې خوا بیا د لغمان د امنیې قوماندان سمونوال منظور ستانکزی هم مني چې په ښار کې په غیر قانوني ډول وسلې ګرځول کېږي خو نوموړی وایي چې دوی تر ډېره ددې کار مخینوی کړی او اوس یې هم په هڅه کې دي.
نوموړی وایي چې: “مونږ ښار ته په دخولي دروازو کې پولیس ګمارلي دي که څه هم محلي پولیس په شخصي جامو کې له خپلو پوستو ښار ته راځي خو د ښار په دخولي دروازو کې ترې وسله اخیستل کېږي بیا ښار ته پرېښودل کېږي، خو کېدای شي یو نیم له وسلې سره هم ښار ته داخل شي چې مونږ په هڅه کې یو تر څو دا ستونزه هواره کړو.”
د لغمان د امنیي قوماندان وایي یو نیم میلمانه چې له نورو ولایتونو راځي، له هغوی سره هم دغه شان ملګري وي چې د یوه ساعت لپاره ښار ته په شخصي جامو کې له وسلې سره ننوزي او پولیس پدې خاطر چې میلمانه دي غرض ورسره نه کوي.
د چارو پوهان هم لدې حالاتو انديښمن دي، وایي چې په غیر قانوني ډول د وسلو ګرځول فساد ته زمینه برابرول دي.
کار پوه استاذ بهارمل بهار پدې اړه زیاتوي چې په ښار کې بې نظمي همدې غیر مسؤولو وسلوالو جوړه کړې چې له دوی څخه ښاریان، چلوونکي، هټیوال او دې ته ورته نور دښار وګړي وېره لري ځکه دا توپیر یې نه کېږي چې دا څوک او د کومې ډلې خلک دي.
دوی زیاتوي چې په غیر قانوني توګه وسله ګرځول نا امنۍ، ترور، غلا او ورته ستونزو ته زمینه برابروي او همدا راز د عمومي نظم خرابیدو لامل ګرځي چې مخنیوی یې باید جدي شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس