معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د مهترلام ښار په بازار کې له لاسي کراچیو څخه نا قانونه پیسې اخیستل کېږي

د مهترلام ښار په بازار کې له لاسي کراچیو څخه نا قانونه پیسې اخیستل کېږي

د مهترلام ښار په بازار کې له لاسي کراچیو څخه نا قانونه پیسې اخیستل کېږي
راپور : رویا سیاوش
د ګهیځ موندنې ښیي چې د لغمان ولایت د مرکز مهتر لام ښار اړوند د رئیس بازار په نامه سیمه کې د حاجي ګل ولي په نامه د یوه کس تر فرمان لاندې د انضباط شهري په نوم ډله، له لاسي سوداګرو او کراچي وانانو په غیر قانوني بڼه باج اخلي.
دغه موندنې ښکاروي چې له کراچي وانانو څخه په غیر قانوني توګه باج اخیستونکي دعوه لري چی ګواکې دوی د ښاروالۍ اړوند کسان دي، په داسی حال کې چې د مهترلام د ښاروالۍ چارواکي بیا دا خبره ردوي او وایي چې انضباط شهري له دوی سره کوم رسمي سند او جواز نلري او زیاتوي چې دا پيسې شخصي جیبونو ته ځي.
همدارنګه د رئیس بازار سیمې ډېر کراچي وانان او د لاس ګاډیو درلودونکو کسانو په وینا له دوی څخه لس افغانۍ د ښاروالۍ د رسمي د تهجایي په نامه، د ټکټ په اخیستو سره ورکوي او پر دې سربېره د انضباط شهري په نوم. چې له هر ډول سند او رسید پرته له دوی څخه اخیستل کېږي.
دغه کراچۍ چلونکي وایي چې د انضباط شهري ډله نه یوازې له هر ډول سند پرته له دوی څخه پیسې اخلي، بلکی د پیسو د نه ورکړې په صورت کې او یا په مختلفو بهانو د دوی کراچۍ هم چپه کوي او مالونه یی تر پښو لاندې کوي حتی کراچي وانان هم وهي او ټکوي.
همدارنګه د یاد بازار عام دوکانداران شکایت لري چې د انضباط شهري په نامه دغه ډله، نه یوازې د ښاري نظم له منځه وړي، بلکې په ښار کې د بې نظمۍ او د یو ډول وحشت خپرولو سبب هم کېږي.
دغه خلک وایي چې دوی د مهترلام ښاروالۍ له لورې نه ځورول کېږي خو د انضباط شهري په نوم د دغې ډلې کسان چې د مهترلام ښار د رئیس بازار د حاجي ولي په نامه د یوه شخص له خوا جوړه شوې، دوی ځوروي او غیر قانوني پیسې ترې اخلي.
د مهترلام ښار په منځنۍ برخه کی د جامع جومات تر څنګ یو کراچۍ چلونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د ګهیځ خبریالې ته په خپلو خبرو کی وایي چې دوی ته هره ورځ یوه پارچه د ښاروالۍ له خوا ور کول کېږي او بل خوا له هر ډول پارچې او سند پرته د انضباط شهري په نوم یوه ډله راځي او پیسې اخلي.
دغه کراچۍ چلونکی زیاتوي چې انضباط شهري، نه يواری دا چې د ښار نظم نه نیسي، بلکې د بې نظمۍ لامل هم کېږي.
بل خوا د ګل محمد په نامه د مهترلام ښار بل کراچۍ چلونکی هم وایي چی: “مونږ ته د ښاروالۍ له خوا نه کوم مشخص ځای ندی ټاکل شوی او اوس هم چی زه په کوم ځای کې ولاړ یم، مؤقتي دی او کله چی ترافیک یا انضباط شهري راشي ما له دې ځای نه شړي.”
ګل محمد کاکا د انضباط شهري په اړه وایي چې دوی ډېر ځوروي او په غیر قانوني ډول پرته له هر ډول سند نه ترې پیسې اخیستل کېږي او لدې سره سره، وهل او ټکول کېږي هم.
ددی تر څنګ یو بل ځوان کراچۍ لرونکی چې د قلعه شیخانو اوسېدونکی دی، خپل سر ګذشت داسی بیانوي: ” په سړک مې ګندنه او پالک په لاس ګاډي کې خرڅول، چې یو دم د انضباط شهري په نامه یو کس له ډنډې سره راغی او زما ګندنه او پالک یې را ته په ډنډه باندې ووهله لیرې یې وغورځول او له دې سره یې زما په مخ هم څپېړه راکړه.”
د یونس چوک یو اوسيدونکی چې په لاس ګاډي یا کراچۍ کې سودا پلوري، د نوم نه ښودلو په شرط وایي: “انضباط شهري نه یوازې دا چې د ښار نظم خرابوي، بلکې په ښار کې د یو ډول وحشت د خپرېدو سبب هم ګرځي، کراچۍ ګانې چپه کوي، مالونه یې تر پښو لاندې کوي او د دې تر څنګ ځوان، زاړه او آن هغه ماشومان چی لاس ګاډي لري، د انضباط شهري په نوم وهل او ټکول کېږي.”
بل خواته د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر په خپلو خبرو کې وایي چې د انضباط شهري په نامه ډله په ښاروالۍ پورې هېڅ اړه نلري او نه له ښاروالۍ. سره کوم رسمیت لري.
فضل ربي ساپی چې له تېرو دوه کاله او درې میاشتو راپدېخواه د مهترلام د ښاروالۍ د عوایدو د مدیر په توګه دنده تر سره کوي، وایي چې انضباط شهري ډله غیر قانوني ده او د دوی له خوا را ټولې شوې پيسې شخصي جیبونو ته ځی.
د مهترلام د ښاروالۍ د عوایدو مدیر ښاغلی ساپی زیاتوي چې دوی د لاسي کراچیو او نورو پلورونکو څخه د مالیاتو را ټولولو لپاره یوه لایحه لري او هره کراچۍ ځان ته مشخصه تهجایي ورکوي، د مثال په ډول د یو متر مربع ځای پنځه افغانۍ ترې اخلو، که دوه متر متر مربع وي لس افغانۍ ترې اخلو چې دا نرخونه د ولایت مقام له خوا ټاکل شوي دي.
د مهترلام ښاروالۍ دغه چارواکی ددې تر څنګ یادونه وکړه چې د کراچي وانانو او ریکشانوانانو شکایت هغه وخت ډېر پورته کېږي چې د ښاري نظم کمیسیون، دوی له خپل ځای څخه لیرې کړي، یعنې کله چی په ښار کې ګډوډي او د ځای کموالی را منځ ته کوي، نو ښاري کمیسیون مجبورېږي چې دوی لیرې کړي.
ښاغلی ساپي په ټېنګار سره وویل چې هغه پیسې چې د انضباط شهري په نامه چې څوک له کراچي وانانو پیسې اخلي، هغه په ښاروالۍ پورې هېڅ اړه نلري او دا ډله له ښاروالۍ سره کوم رسمیت نلري او نه ښاروالۍ د دوی د کارونو په جریان کې ده.
د مهترلام ښاروالۍ دا چارواکی زیاتوي چې د مهترلام ښار د عوایدو ټولونه ټوله د دوی په ادارې پورې اړه لري، خو په ترڅ کې یې د عامو خلکو په منځ کې د عامه پوهاوي له نه شتون څخه نا خوښي څرګندوي او وایي چې خلک د ښاروالۍ له خدماتو سره ندي بلد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس