معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د مهترلام ښاروالۍ له ریکشا چلوونکو نا قانونه پیسې اخلي

د مهترلام ښاروالۍ له ریکشا چلوونکو نا قانونه پیسې اخلي

د مهترلام ښاروالۍ له ریکشا چلوونکو نا قانونه پیسې اخلي
راپور : آرین مهر
د لغمان ولایت اړوند د مهترلام ښاروالۍ کارکوونکي د ریکشا چلوونکو څخه پرته له اسنادو پیسې اخلي، دا په داسې حال کې ده، چې ددې ولايت ډېر شمېر خلک له همدې ریکشا چلولو له لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي.
د ریکشا چلوونکي د ښاروالۍ د کارکوونکو له باج اخیستنې شکایت لري او وايي چې له مونږ څخه هره ورځ څلور تنه د ښاروالۍ د کارکوونکو په نوم له اسنادو پرته، له دوی څخه په دوه ډوله پيسې اخلي.
یو ډول یې په ورځ کې دېرش افغانۍ چې اکثره له هر ډول پارچې او سند پرته وي او کله ناکله بیا پارچې هم ورکوي، بل ډول یې بیا په ورځ کې پنځه افغانۍ له هرې ریکشا نه اخلي چې د مهترلام د ښاروالۍ په وینا د ولایت د لايحې مطابق دي خو هغه هم له پارچې اخیستل کېږي.
بل اړخ ته د لغمان د ترافیکو اداره وایي چې يوازې په مهترلام ښار کې تر(۲۰۰۰) زیاتې ریکشا ګانې چلېږي چې که دا ټولې پيسې د ورځې د دېرش افغانيو له حسابه وشمېرو نو(۶۰۰۰۰) افغانۍ راټولېږي، او او د هرې ریکشې نه د پنځو افغانيو له حسابه د ورځې (۱۰۰۰۰) افغانۍ کېږي، خو دا څرګنده نده چې آیا دا ټول عواید د مهترلام ښاروالۍ ته ځي که شخصي جیبونو ته.
احمدالله چې د مهتر لام ښار په عصمت چوک کې ریکشا چلوونکی دی، پدې هکله وايي: “مونږ له مجبوریته ریکشا چلوو، داسې وخت هم راځي چې مونږ په لس افغانۍ له عصمت چوک نه تر يونس چوکه پورې ځو، او د ښاروالۍ کسان هم له مونږ سره هم ناسم چلند کوي او سربېره په ورځ کې پنځه افغانۍ يو او د ورځې دېرش افغانۍ نورې رانه اخلي.”
په مهتر لام ښار کې یو بل ریکشا چلوونکي وویل: “که چېرې مونږ ترافيک او د ښاروالۍ کسانو ته پيسې ورکړو نو مونږ ته څه نه وايي او که یې ورنکړو نو د وهلو او ناسم چلند حتا وېښتانو ته د لاس اچولو سربېره مالي زيانونه هم را اړوي.”
هغه د خپلې ریکشا اشاره راوښوده چې د ښاروالۍ کارمند، هغه ته د پيسو نه ورکولو له امله ماته کړې وه.
بل خوا په مهترلام ښار کې د یوې مدني ټولنې غړی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي چې له دومره عوایدو نه چې حساب شول، د ورځې ۷۰۰ نه تر ۱۰۰۰ افغانيو د دولت خزانې ته ځي او نور ټول شخصي جيبونه پرې ډکېږي.
د عصمت چوک په ساحه کې دوه تنه دوکانداران ضیا‌ء الحق او ګلاب نور د ښاروالۍ د کسانو لخوا د پیسو اخیستلو شاهدان دي او وايي چې هره ورځ دلته د ښاروالۍ په نوم له ریکشا چلوونکو څخه پيسې اخیستل کېږي او که څوک یې ورنکړي نو ورسره ناسم چلندکېږي.
یو تن ریکشا چلوونکی شاهدالله ددې کسانو د هویت په هکله وايي: د دوی شمېر څلورو تنو ته رسېږي، چې د خواجه صاحب اوسېدونکي او د ملک عطا‌‌‌ء الله زامن دي.
پدې هکله د ترافيکو د آمريت سرپرست آمر سمونيار حکمت الله وویل: ښاروالۍ په ورځ کې له هرې ریکشا نه د ورځې پنځه يا لس افغانۍ د مالیاتو حق لري او ترافیک یوازې د تخلف په صورت کې د سلو نه نیولې تر پنځه سوو پورې پارچې ورکوي.
هغه د دېرش افغانيو د ټکس څخه د ناخبرۍ په ښودلو سره وويل چې مونږ به له ښاروالۍ او ریکشا والاو نه پدې اړه څېړنه وکړو.
خو په ورته وخت کې د مهترلام ښاروالۍ د عوايدو مدير فضل ربي ساپی بیا وایي: مونږ د لایحې بر بنسټ له هر رکشه چلوونکي د ورځې پنځه افغانۍ اخلو، چې د ولایت د مقام لخوا دا لایحه ټاکل شوې، او د دېرش افغانيو ټکس نه يې ځان ناخبره وښود.
ساپي زیاته کړه چې کېدای شي دا پیسې د بازار رئيس د تجايي په نوم له ریکشا والو واخلي، خو د مهترلام ښار اړوند د بازار له رئیس حاجي ولي سره تر پرله پسې اړیکو سره سره ونه توانېدو، تر څو په دې اړه يې نظر واخلو.
د مهترلام ښاروالۍ د عوايدو مدير ښاغلي فضل ربي ساپي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ددې عوايدو د اخيستلو مسؤولیت څوک لري او د ورځې څومره عوايد د دولت بوديجې ته راځي وويل:
ددې عوايدو د ټولولو مسؤولیت د فهيم په نامه د ښاروالۍ کارکوونکى دى او همدارنګه د ورځې دوه ﺯره او پنځه سوه افغانۍ د دولت بوديجې ته ځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس