معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د لغمان په يو شمېر دولتي ښوونځيو کې له زده کوونکو په نا قانونه توګه پيسې اخستل کېږي

د لغمان په يو شمېر دولتي ښوونځيو کې له زده کوونکو په نا قانونه توګه پيسې اخستل کېږي

د لغمان په يو شمېر دولتي ښوونځيو کې له زده کوونکو په نا قانونه توګه پيسې اخستل کېږي
راپور: ريحان ممتاز او عبدالعزیز تلاش
د ګهيځ خبريالانو داسې اسناد، مدارک او شواهد ترلاسه کړي چې د لغمان په مرکز او ولسواليو کې د يو شمېر دولتي ښوونځيو له زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنيو او کلنيو آزموینو پر مهال د آزموينې د پارچو په پلمه په غير قانوني توګه پيسې اخستل کېږي.
د اسنادو، شواهدو او مدارکو له مخې ليدل کېږي چې د ښوونځيو مديران او معلمين د آزموینو پر مهال له زده کوونکو څخه د آزموینو د پارچو پيسې غواړي، هغه څه چې د معارف د لايحې مطابق نا قانونه کار دی؛ خو د ښوونځیو مديران يې ترسره کوي.
د ګهيځ ټیم په دې تړاو په لغمان کې د يو شمېر ښوونځيو له لسګونه زده کوونکو سره خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې په ډاګه کېږي چې په رښتيا هم له زده کوونکو پيسې اخیستل کېږي.
د پوهنې وزارت د لايحې له مخې هر زده کوونکی بايد د آزموينې پر مهال له ځانه سره پارچه خپله راوړي، د پيسو غوښتنه له زده کوونکو څخه يو غیری قانوني عمل دی او د لغمان د پوهنې ریاست هم همدا خبره کوي، خو دلته په ښوونځيو کې له زده کوونکو څخه د پارچو په نوم (۲۰) شل او (۳۰) دېرش افغانۍ اخیستل کېږي.
په داسې حال کې چې د مهترلام ښار د نرخونو له مخې د دوه سپينو پارچو قېمت يوه (۱) افغانۍ کېږي چې په لس افغانۍ هر زده کوونکی شل سپينې پارچې رانيولی شي؛ خو په ښوونځيو کې له دوی څخه د همدې پارچو په نوم مديران شل او دېرش افغانۍ ټولوي، کوم چې په ښکاره ډول فساد دی.
صداقت چې د شهيد ډاکټر عبدالله د لېسې د نهم ټولګي زده کوونکی دی، وايي چې: «له مونږ څخه د آزموينې د پارچو په نوم شل افغانۍ اخستل کېږي، زه چې کله مکتب کې داخل شوی یم داسې پیسې ورکوم، استاذان راځي او موږ ته وايي چې د پارچو لپاره پيسې راکړئ»
فرزاد د علي خېلو په لېسه کې عملاً د آزموينې په صحنه کې ناست دی، د لسم ټولګي زده کوونکی دی او پارچه حلوي؛ دی وايي «نن مو د انګليسي امتحان دی، دا پارچې موږ ته استاذانو راکړي او ددې مقابل کې يې له موږ څخه دېرش افغانۍ اخیستي دي»
الفت د نوراحمد زوی دی او د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، الفت هم د علي خېلو د لېسې يو تن زده کوونکی دی، دی هم وايي: «زموږ امتحانونه روان دي او د امتحان د پارچو لپاره مې دېرش افغانۍ ورکړي دي، په لس افغانۍ ۱۶ پارچي کېږي خو دوی له موږ څخه دېرش افغانۍ ټولې کړي دي، که څوک پيسې ورنکړي امتحان کې يې نه پرېږدي پارچه ترې اخلي له امتحان يې وباسي»
هيبت الله د حفيظ الله زوی هم په علي خېلو علي لېسه کې دی، دی هم وايي چې هو د امتحان د پارچو لپاره یې دېرش افغانۍ ورنه ټولې کړې دي.
نوموړی زیاتوي: «دا پيسې مو اول نمره ته ورکړې دي او هغه يې بیا سرمعلم ته ورکوي او پارچې پرې اخلي، زموږ د ټولو آزموینو د پارچو قيمت ۸ افغانۍ کېږي، خو له موږ يې دېرش افغانۍ اخیستې دي او وايي دا زموږ قانون دی»
د ګهیځ خبریالان په دې اړه د زیاتو نورو ښوونځيو له زده کوونکو سره هم خبرې وکړې، هغوی هم دا ومنله چې په ښوونځيو کې ورڅخه د آزموینو د پارچو پيسې اخیستل کېږي.
په همدې اړه د علي خېلو د هلکانو د لېسې آمر حاجي ميارحيم عاطف سره وغږيدو او د امتحانونو د پارچو موضوع مو ورسره شريکه کړه، دی وایي چې شاګردانو ته پارچې دوی ورکړي او دا هم مني چې له شاګردانو پيسې ټولې شوي دي او زیاتوي چې: «شاګردانو ته د آزموینو پارچې موږ ورکړي دي، شل او پنځه ويشت افغانۍ له شاګردانو ټولې شوي دي»
دی داسې مهال دا خبره کوي چې د همدې لېسې يو تن زده کوونکی چې عملاً د امتحان په صحنه کې ناست ؤ ګهيځ ته وويل چې له موږ څخه يې د پارچو په نوم دېرش افغانۍ اخیستي دي او همدې ښوونځي لسګونه نور زده کوونکي هم همدا خبره کوي چې له هر زده کوونکي يې دېرش افغانۍ اخستي دي.
په دې اړه مو د سلطان غازي بابا د متوسطه ښوونځي له آمرې بسمینه سهاک سره هم مرکه وکړه، نوموړې دا مني چې پیسې ټولې شوي خو دا نه مني چې شل افغانۍ ټولې شوې او وایي: «موږ د امتحان د پارچو لپاره له هر زده کوونکي لس افغانۍ ټولې کړې دي.»
خو د همدې ښوونځي یو تن ښوونکی بیا وایي چې په دې ښوونځي کې يې د امتحان د پارچو لپاره د ادارې په وینا له زده کونکو شل افغانۍ ټولې کړې دي«موږ د ادارې په وینا د آزموینو لپاره شل افغانۍ له هر زده کوونکي ټولې کړې دي، ادارې په همدې پیسو د آزموینو پارچې رانيولې دي.»
پدې توګه کتل کېږي چې د ښوونځي آمره بسمینه سهاک د لسو روپیو د اخیستو اقرار کوي خو د پیسو په راټولولو مؤظف ښوونکی بیا شل افغانۍ یادوي.
بسمینه سهاک وایي په دې مکتب کې درې زره او پنځه سوه(۳۵۰۰) تنه زده کوونکي زده کړه کوي او د ښوونکي په وینا د يوکارتن سپينو پارچو قيمت په ۹۵۰ افغانۍ دی، خو له (۳۵۰۰) زده کوونکو څخه چې شل شل افغانۍ حساب شي، ټولې اویا زره(۷۰۰۰۰) افغانۍ کیږي، چې په دې پيسو ۷۳ کارتنه پارچې اخستل کېږي په داسې حال کې چې په يوه کارتن کې ۲۵۰۰ سپينې پارچې موجودې وي.
د علي خېلو د نجونو د لېسې آمر جمعه ګل عمرزی هم وايي چې يو شمېر زده کوونکو خپله پارچې راوړې او يو شمېر نورو پیسې راوړې موږ ورته پارچې واخیستې.
دی زیاتوي: «اکثره شاګردانو خپله سپينې پارچې راوړې، بعضو پيسې راوړې او موږ پارچې ورته واخیستې»
د لغمان د ولایتي شورا وکیل عبدالظاهر حسین خېل هم په ښوونځيو کې د پيسو اخیستو خبره مني او وایي چې آن پنځوس افغانۍ هم له شاګردانو اخیستل شوې دي. دی وایي: «له شاګردانو څخه پنځوس افغانۍ هم ټولې شوي دي، دا خپله يو ډول فساد دی، په داسې حال کې چې د دولت کومه بوديجه چې سمه مصرف نه شي او بې ځایه مصرف شي په فساد کې حسابيږي»
په ښوونځيو کې د پيسو د اخیستو موضوع مو د لغمان ولايت د پوهنې رياست له چارواکو سره شريکه کړه، دوی په دې اړه ناخبري وښوده او ویې ويل چې که داسې کار هر چا کړی وي، دا غيرې قانوني کار او فساد دی، له داسې خلکو سره به حتمي قانوني چلند وشي.
د لغمان ولايت د پوهنې رياست د عمومي زده کړو آمره برېښنا خادم وايي چې د آزموینو د پارچو د ورکړې لپاره د پوهنې رياست ځانګړې بوديجه نه لري او هر شاګرد بايد له ځان سره خپله د آزموينې پارچه راوړي، برېښنا خادم وايي چې موږ تېر کال هم د پوهنې رياست لخوا ښوونځيو ته رسمي مکتوب لېږلی چې باید په هېڅ ډول له شاګرد څخه څوک پيسې ټولې نه کړي، له زده کوونکو څخه پیسې ټولول بند دي او هېڅ ښوونځی بايد پیسې ټولې نه کړي.
نوموړې زیاتوي: «موږ ښوونځيو ته رسمي مکتوب لېږلی هېڅوک پیسې نه شي ټولولی، تراوسه په دې اړه موږ ته کوم شکايت نه دی راغلی، نه راپور راغلی، خو زموږ لخوا مکتوب تللی دی، هرچا چې دا کار کړی غیر قانوني کار يې کړی دی او دا يو ډول فساد دی، موږ به له هغوی سره قانوني برخورد وکړو»
برېښنا خادم په خپلو خبرو کې وايي چې موږ د څار کمېټه لرو هر وخت په ښوونځيو ګرځي موږ ته راپور راکوي، خو دغې کمېټې تر اوسه ددې موضوع په تړاو ناخبري ښودلې.
لغمان د هېواد یو له ګرم سېرو ولایتونو څخه دی چې په جدي او جوزا مياشتو کې يې له زده کوونکو آزموينې اخیستل کېږي، په جدي کې څلورنيم مياشتنۍ او په جوزا کې بيا کلنۍ آزموينې اخیستل کېږي، ددې ولايت د عمومي زده کړو د آمرې مېرمن خادم په وينا چې په لغمان کې (۳۰۰) درې سوه دولتي ښوونځي موجود دي چې په ټولو کې زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د لغمان په دولتي ښوونځيو کې داسې مهال له زده کوونکو پيسې اخیستل کېږي چې د پوهنې رياست دوی ته په دې اړه رسمي مکتوب هم لېږلی خو دوی له قانونه سرغړونه کوي او په غیرې قانوني ډول له زده کوونکو پیسې اخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس