معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د لغمان ولسي وګړي د ملي دسترخوان په مرستو کې له نه شفافیت څخه سر ټکوي

د لغمان ولسي وګړي د ملي دسترخوان په مرستو کې له نه شفافیت څخه سر ټکوي

د لغمان ولسي وګړي د ملي دسترخوان په مرستو کې له نه شفافیت څخه سر ټکوي
راپور : رویا سیاوش
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ملي دستر خوان د مرستو په وېش کې خلک له بې عدالتۍ او فساد څخه سر ټکوي خو ځایي چارواکي او د مرستو د وېش مسؤولین بیا دا نه مني او دا بې ځایه تورونه ګڼي.
ځایي خلک وایي چې ملک عبدالحنان چې د مهتر لام ښار د یوې برخې (قلعه زمان) سیمه کې له تېرو دوولس کالو را پدېخواه د ګذر وکیل او ملک دی، د ملي دسترخوان په ترڅ کې راغلې مرستې په عادلانه توګه نه وېشي او ځینو اړو کورنیو ته یې هېڅ فورمه نده ورکړې او ځینو نورو ته یې بیا د کور پر سر د یوې فورمې پر ځای څو فورمې ورکړې دي.
د لغمان ولایت یوه ښځینه فعاله او د مهتر لام ښار د یونس چوک اوسېدونکې پدې اړه وایي: د ملي دسترخوان په پروسه کې هر کور د یوې فورمې حق لري خو دلته ځینو کورنیو ته آن پنځه او شپږ فورمې ورکړل شوې دي او ځينې کورنۍ لا ترې خبرې هم ندي.
د ریزه ګل په نامه بله مېرمن چې دا هم د یونس چوک اوسیدونکې ده، وایي: “مونږ ۱۲کسیزه کورنۍ یو خو مونږ غریبو خلکو ته لا چا فورمه نده راکړې او راته وویل شول چې فورمې ختمې شوې دي، خو خبره یم چې ټولې فورمې یې خپلو خپلوانو ته ورکړې دي.”
د قلعه زمان کلي یوه تن اوسېدونکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله وویل: “ملک حنان له کلونو کېږي چې د غریبو خلکو حق خوري، غریب خلک له کومکونو څخه خبریږي هم نه، خو دی یې په خپلو خپلوانو باندی وېشي.”
هغه همدارنگه زیاته کړه چې یوه ورځ کلي ته کومک راغلی ؤ، ملک حنان د موادو موټر چې شش پای او لوی موټر ؤ د خپل کور د دېواله ترڅنګ درولی ؤ، د موادو د ورکولو په وخت کې خپله موټر ته پورته شوی ؤ، د موټر د مخې له خوا یې مواد خلکو ته ورکول او د شا برخې یې د دېوال له لارې خپل کور ته اچول، یوه بوجۍ اوړه یې خلکو ته ور کول او دوه درې بوجۍ یې کور ته اچول.
د قلعه زمان د کلي دغه اوسېدونکی همدارنګه وایي چې ملک حنان د خلکو د ځمکو نمرې هم په زوره اخیستې او غصب کړې یې دي او بیا یې په نورو خرڅې کړې دي. نوموړی همدارنګه پر ملک حنان دا تور هم پورې کوي چې له کومې ورځې نوموړی ملک شوی د خلکو حق خوري او څوک یې په وړاندې ځکه څه کولی نشي چی دده ټول خپلوان دده تر شا ولاړ دي.
په همدې توګه د مهترلام د بازار یو تن دوکاندار چی یو وخت یې د شورا غړی ؤ او د فورمو او د سړک په کارونو کې یې مرسته کوله وایي چې د ملي دسترخوان یوه فورمه د یوه ۱۲ کسیز فامیل په سر ده، خو دلته داسې کورونه شته چې یوه کور ته ۱۲ فورمې ورکړل شوې او آن داسې کسان شته چې لس فورمې دوه کسانو ته ورکړل شوې.
د دې تر څنګ په قلعه دامن کې یو نوی ځوان د ملي دسترخوان د مرستو په اړه داسې وایي:مونږ ملي دسترخوان په اړه هېڅ خبر نه یو او پدې اړه هېڅ معلومات نلرو، دا په داسې حال کې ده چی ملک حنان وایي چې ده د خپلې سیمې (۱۲۰۰) فورمې مرکز ته لېږلې دي.
ملک عبدالحنان چې خپل ځان د مهترلام ښار د قلعه زمان د ګذر وکیل او ملک معرفي کوي، زیاتوي چې دی دوولس کاله کېږي چې دلته د ګذر وکیل دی او دده پلار هم په دغه سیمه کې ملک ؤ.
نوموړی وایي چې کله دوی ته د دولت یا مؤسسو له خوا مرستې راشي دوی یې خلکو ته په عادلانه بڼه وېشې، خو دده په خبره تر اوسه د ملي دستر خوان مرستې ندي پیل شوې او د د خپلې سیمې د (۱۲۰۰) کورنیو فورمې ډکې کړې او مرکز ته یې لېږلې دي.
ملک حنان د ګهیځ خبریالې ته وایي چې دوی ته د کورونا او قرنطین په موسم کې درې سوه وچې ډوډۍ مرسته راتله چې اړمنو کسانو باندې ویشل کېده او زیاتوي چې د سرې میاشتې ټولنې له خوا څلور سوه چکۍ صابون راغلی ؤ چې څلورو تنو استازو ته ورکړل شول.
دغه ملک چې خپله اعتراف کوي چې هېڅ ډول زده کړې نه لري، زیاتوي چې ده د خپل وس او توان په اندازه د خپلې اړونده سیمې له وګړو سره مرسته کړې او راغلې مرستې یې هم پر هغوی ویشلې دي.
بل اړخ ته د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مجیب الرحمن ضیاء بیا وایي چې د لغمان په دوه برخو مهترلام او قرغیو کې د ملي دسترخوان پروسه پیل شوې ده او اړ کسان په دریو کټګوریو باندې وېشل شوي دي چې د درې کاله پخوا جوړو شویو شورا ګانو په مرسته مستحق افراد په ګوته کېږي تر څو د ملي دسترخوان په پروسه کې مرستې ترلاسه کړي.
ښاغلی ضیاء په لغمان ولایت کې د ملي دسترخوان پروسې د مرستو په لړۍ کې د خلکو شکایتونه او په ځانګړي ډول د یوه کلي د ملک له خوا په خپله ګټه لاسوهني نه مني او وایي چې د ملي دسترخوان پروسې مرستې په ډېره رڼه بڼه خلکو ته ویشل کېږي.
د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس زیاتوي چې د ملي دسترخوان د مرستو له وېش څخه یوازې حکومتي ادارې نه، بلکې عام ولس او مدني ټولنې هم نظارت کوي، ځکه نو د دې مرستو په ترڅ کې د فساد امکانات په نشت برابر دي.
بل لورې ته په ټولنیزو چارو کې د لغمان ولایت مرستیاله مېرمن برېښنا ساپۍ د ملي دسترخوان د مرستو د وېش په لړ کې د خلکو د شکایتونو په اړه د ګهیځ خبریالې ته وویل چې دا مرستې، د لغمان والي د مرستیالې په توګه ددې تر ګومارنه وړاندې ترسره شوې دي او دا یې په اړه ډېر معلومات نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس