معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د لغمان ولایتی روغتون ځیني قابله ګانې له مریضانو په یوه ورځ کې شا او خوا دېرش زره افغانۍ په غیر قانوني بڼه ترلاسه کوي

د لغمان ولایتی روغتون ځیني قابله ګانې له مریضانو په یوه ورځ کې شا او خوا دېرش زره افغانۍ په غیر قانوني بڼه ترلاسه کوي

د لغمان ولایتی روغتون ځیني قابله ګانې له مریضانو په یوه ورځ کې شا او خوا دېرش زره افغانۍ په غیر قانوني بڼه ترلاسه کوي
راپور: شیبه باور
د ګهیځ موندنې ښیي چې د لغمان په ولایتي روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې قابله ګانې او نرسانې له هغو میندو څخه چې هلته ماشوم زېږون ته ورځي د شیریني په نوم نغدې پیسې اخلي او ددې ترڅنګ له ناروغانو سره بد چلند هم کوي.
په لغمان کې د ګهیځ د خبریالې څېړنې ښکاروي چې د لغمان ولایتي روغتون د نسایي ولادي څانګې نرسانې او قابله ګانې، سره لدې چې ښه معاشونه اخلي او نور امتیازات هم لري، له میندو څخه د زېږون پر وخت په غیر قانوني بڼه پیسې غواړي چې د هلک او نجلۍ د زېږون لپاره یې جلا جلا نرخونه ټاکلي او که کومه مور یا یې پایواز دا پیسې ورنکړي نو خورا بد چلند ورسره کوي او آن ناروغه مېرمن وهل او ټکول کېږي هم.
د یوې اټکلي څېړنې له مخې د لغمان د ولایتي روغتون په نسایي-ولادي وارډ کې په یوه ورځ کې شا او خوا دېرش زره افغانۍ په نا قانونه توګه د دې وارډ د نرسانو او قابله ګانو جیبونو ته ځي، په داسې حال کې چې دوی هره یوه له دولت څخه ښه معاش او نور امتیازات اخلي.
شاه پیرۍ هغه مور ده چې یوه اونۍ مخکې یې په همدې روغتون کې ماشوم زېږولی، هغه پدې اړه وايي: “مونږ له غریبۍ دلته راځو، ترڅو دلته له وړيا دوا او خدمت نه ګټه واخلو، مګر دلته چې راشو، هم دوا په پیسو اخلو او هم دوی له مونږ څخه د شیریني په نوم پيسې اخلي، که چې هلک پيدا شي نو زر افغانۍ او که ماشوم نجلۍ وي، نو پنځه سوه افغانۍ اخلي.”
بس بي بي چې د یوې بلې ناروغې مېرمنې د پایوازې په توګه پدې روغتون کې څو ورځې پاتې شوې ده، خپله کیسه داسې کوي: “مونږ ځان ته د خوراک پیسې نه لرو، خو چې دلته راشو نو دوی هم له مونږ د شیریني په نوم پیسې اخلي، زما پرون ورېره په عملیات پیداشوه، وریندار مې اوس بستر ده، خو دوی رانه شیریني غوښتله، ماسره یوازې درې سوه روپۍ وې، ومې ويل چې نشته راسره، مګر نه يې پرېښودلم، بالآخره مې دوه سوه روپۍ ورکړې او عذر مې ورته وکړ چې پر دې نورو به مې مریض ته او ځان ته د خوراک يو څه واخلمه.”
د ګل خان په نامه یو نارینه چې د لغمان ولایتي روغتون نسایي ولادې څانګې ته یې خپله ناروغ مېرمن راوستې، پدې هکله وايي چې: “دا درېیم ځل دی چې دلته ناروغان راولم، څه وکړم غريبي ده، که نه شخصي روغتون ته به مې بیول.” نوموړی زیاتوي چې ناروغه مېرمن یې د قابله ګانو له خوا د پيسو اخیستلو او بد چلند څخه شکایت کوي.
دغه سړی د خپلې مېرمنې له قوله، د لغمان ولایتي روغتون د نسایي ولادي څانګې د څو مشخصو قابله ګانو نومونه یادوي چې دوی یې له ناروغ سره د بد چلند څخه شکایت لري.
د افسانې په نوم یوه لوستې مېرمن هم د هغو ناروغانو له ډلې څخه ده چې دوهم ماشوم یې په عملیات پيدا شوی او د قابله ګانو له خوا له پورته ستونزې سره مخ شوې ده. نوموړې وايي: “زه چې لومړی ځل راغلمه، دوی رانه پیسې وغوښتلې، ویل یې چې د هلک شیریني یو زر روپۍ او د نجلۍ ۵۰۰ روپۍ ده، خو ما انکار وکړ، ځکه زه يوه لوستې ښځه يمه، پدې پوهېږمه چې دوی پوره معاش اخلي او حتا نوکریوالي کې هم پوره امتياز لري.”
دغه مېرمن زیاتوي چې: “زما له انکار سره دوی راسره بد چلند شروع کړ، حتا د ولادت په وخت کې یې پټکې راباندې کړلې او وهل يې هم راکړل.”
مېرمن افسانه وایي:” قابله ګانو به راته ویل چې د پلار کور خو دې نده چې پیسې نه راکوې او مونږ دې هم نوکرانې نه يو…”
هغه زیاتوي چې: ” قابله ګانو بیا زما له مور نه ۱۰۰۰ افغانۍ ددې لپاره اخیستې وې چې ماشوم هلک دی او دا ځل زه هم وډاره شوم، ځکه مې تر عملیات مخکې ورته ۵۰۰ افغانۍ ورکړې، ځکه ماشوم مې نجلۍ وه.”
مېرمن افسانه هم د ولایتي روغتون د ولادي او نسایي څانګي د څو تنو مشخصو قابله ګانو او نرسانو نومونه اخلي او وایي چې: “څو تنه دي چې ما ولیدلې، ډېری يې سره يو لاس دي او په ګډه له مریض نه پیسې اخلي.”
مرضيه یوه بله ناروغه ده، چې له ورته ستونزې سره مخ شوې، هغه وايي: “هر ځل چې زه راغلې يمه دوی له مانه د شیریني په نوم پیسې اخيستې دي، د هلک په سر ۱۰۰۰ افغانۍ او د نجلۍ په سر ۵۰۰ افغانۍ.”
فاطمه چې د یوه مریض له پایوازانو څخه ده پدې هکله وايي:” خپله مې هم دلته څو ځلې ولادت کړی، خویندو سره مې هم راغلې یمه او اوس مې هم خپله ورینداره راوستلې، هر ځل دوی رانه د نجلۍ په سر ۵۰۰ او د هلک په سر زر افغانۍ اخيستې دي.”
د ګهیځ خبریالې کله چې غوښتل د لغمان ولایتي روغتون د نسايي ولادي څانګې د قابله ګانو له مشرې مېرمن عذرا سره پدې هکله خبرې وکړي، هغې له خبرو انکار وکړ او دا موضوع یې د روغتون ریاست ته راجع کړه چې رسمي اجازه واخیستل شي، خو د روغتون ریاست هم له زیاتو هڅو سره سره نسایي ولادي څانګې ته د ننوتلو او له قابله ګانو سره د مرکې اجازه ورنکړه.
د لغمان د ولایتي روغتون رئيس داکتر پاینده محمد سهاک د ګهیځ خبریالې ددې غوښتنې په ځواب کې وویل چې دا وارډ محرم دی او هلته د عکاسۍ اجازه نشي ورکولای، پداسې حال کې چې د ګهیځ ټیم هلته د تصویر اخیستو هوډ نه درلود او یوازې یې غوښتل له قابله ګانو سره پدې تړاو خبرې وکړي.
د پورته موضوع په اړه له ښاغلي سهاک سره تر تفصیلي خبرو وروسته معلومه شوه چې د یاد روغتون په نسايي او ولادي وارډ کې ۱۱ تنه قابلې په دنده بوختې دي چې هره شپه درې قابلې او يوه شپه څلور قابلې نوکریوالانې وي.
د ډاکتر سهاک په خبره د هرې قابلې میاشتني حقوق تر شل زرو افغانيو پورې دي او د متخصصو ډاکترانو میاشتنۍ امتیاز ۸۷۰۰۰ افغانۍ دی چې د هرې شپې نوکریوالۍ په بدل کې ورته ۵۰۰ افغانۍ نور امتیاز هم ورکول کېږي.
د هغه په وینا دوی پدې وارډ کې په ۲۴ ساعتونو کې په مینځني ډول له ۳۵ نه تر ۴۰ پورې او آن کله تر ۵۰ ولادتونه لري او په ورځ کې درې یا څلور عملیاته هم ترسره کېږي.
اوس که پدې حساب د ورځې ۴۰ ولادتونه په اوسط ډول او په مساوي توګه شل نجونې او شل هلکان حساب کړو، نو دا شیریني چې د قابله ګانو لخوا په يوه ورځ کې په غیر قانوني توګه او په زور اخيستل کېږي شا او خوا دېرش زره افغانیو ته رسېږي.
بل خوا د لغمان ولایتي روغتون د نسايي ولادي وارډ يوې قابلې تر ډېرو هڅو وروسته، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: “دوی ناروغان د ولادت په میز وهي او پیسې هم ترې اخلي، د نجلۍ په سر ۵۰۰ او د هلک په سر ۱۰۰۰افغانۍ اخلي، دوی ټول همدا کار کوي.”
د نسایي ولادي وارډ دغه قابله هم د ځینو ناروغانو او پایوازانو په څېر په مشخصه توګه د څو تنو هغو قابله ګانو نومونه اخلي چې پدې کار کې لاس لري او وایي چې دوی ټول وارډ په خپل کنټرول کې اخیستی او له ناروغانو سره ډېره بده رویه کوي.
دغه قابله زیاتوي چې کومې قابله ګانې چې پيسې نه اخلي، له دندې د ګوښه کېدو له ډاره څه نشي ویلی، او ناروغان نو چاته شکایت وکړي؟ ځکه تر دوی پورته چاته لاس رسی نه لري.
دغه نرس قابله چې له وېرې نه غواړي نوم یې افشاء شي،وایي: “دوی ټول له يو بل سره لاس لري، د صحت عامې رئيس خپله دواخانه د روغتون د ننه جوړه کړې او مېرمن يې په یوه روغتون کې دوه ځایه دنده لري، هم نسايي ولادي وارډ کې متخصصه ده او هم د تاوتریخ والي د مخنیوي په څانګه کې کار کوي. ”
خو بل خوا د لغمان د ولایتي روغتون رئیس ډاکتر پاینده محمد سهاک بیا د ناروغانو او پایوازانو ددې شکایت په اړه بې خبري ښیې او وایي چې : “داسې کوم څه تر اوسه ندي شوي او که چېرې وشي، نو مونږ لومړی دغه ډول قابلو ته اخطار ورکوو او بیا د دوهم ځل تکرار په صورت کې یې منفکوو.”
همدارنګه د لغمان ولایت د روغتیا رئیس ډاکتر معروف جلیلي د لغمان په ولایتي روغتون کې د یادو ستونزو په اړه د ګهیځ خبریالې ته په یوه مرکه کې وویل چې: مونږ د روغتون په هر وارډ کې د مریضانو او پایوازانو د شکایت کولو لپاره د ټلیفون شمېرې لیکلې او نوکریوال ګرځي خو تر اوسه مونږ داسې کوم شکایت ندی ترلاسه کړی.”
د لغمان ولایت د عامې روغتیا رئیس وایي چې اکثره خلک په خپله خوښه ډاکترانو او قابله ګانو ته دا پیسې ورکوي او بیا پر هغوی تور لګوي چې ګواکې دا پیسې هغوی ترې غوښتې دي.
ډاکتر معروف جلیلي دا تورونه هم نه مني چې ګواکې دده مېرمن په یوه روغتون کې دوه ځایه دنده لري او وایي چې دده خپله مېرمن یوازې له تاوتریخ والي څخه د مخنیوي له څانګې معاش اخلي خو دده په خبره په نسایي ولادي وارډ کې تنها له روغتیایي پرسونل سره همکاري کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس