معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د لغمان د ولایتي روغتون ځیني ډاکتران د درملو له شتون سره سره، ناروغان د بازار درملتونونو ته لېږي

د لغمان د ولایتي روغتون ځیني ډاکتران د درملو له شتون سره سره، ناروغان د بازار درملتونونو ته لېږي

د لغمان د ولایتي روغتون ځیني ډاکتران د درملو له شتون سره سره، ناروغان د بازار درملتونونو ته لېږي
راپور: سونیکا
په داسې حال کې چې د لغمان ولایتي روغتون مسؤولین وایي چې دوی د درملو کمښت نلري، خو هره ورځ لس هاوو ناروغان بیا هم د ورکړل شویو نسخو د درملو اخیستو لپاره بازار ته اړتیا لري، خو د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا وایي چې دوی داسې شکایت یا اسناد ندي ترلاسه کړي چې ډاکتران دې دا کار قصدي وکړي.
فريده یوه له هغو ناروغانو ده، چې د بېوزلۍ له امله حتا د لارې کرایه هم نه لري خو د لغمان ولایتي روغتون ډاکترانو ورته ویلي چې باید خپل درمل له بازاره واخلي.
نوموړې وایي: “که وس مې درلودای شخصي روغتون ته به تلم؛ خو وس يې نه لرم له مجبوریت نه دولتي روغتون ته راغلې يمه خو دلته هم دوی درمل نه راکوي.”
سهیل یو بل ناروغ دی چې د مهترلام ولایتي روغتون ته د خپلې ناروغۍ د علاج لپاره راغلی دی، دده په وینا د دواخانې مسؤولین درمل نه ورکوي او تریخ چلند هم ورسره کوي.
عبدالله یو ناروغ ماشوم دی چې شا اوخوا لس کاله عمر لري، مورکۍ يې د درملنې لپاره نوموړي روغتون ته راوستې، خو بېرته د نسخې سره شخصي درملتون ته روان دی.
د عبدالله مور وایی چې: “زوی مې سينه و بغل دی، د تبې له زوره په لاره نشي تللی، پلار يې هم فلج دی او کورکې راته پروت دی، دلته مې زوی د غريبۍ له وجې راوستی خو اوس مجبوره یمه چې دوا له شخصي درملتون څخه واخلم، دوی درمل هم نه راکوي او پټکې هم کوي.”
د ګهيځ ټیم د لغمان د ولایتي روغتون داسې نسخې هم موندلې دي چې ډېر عادي درمل؛ لکه: اموکسیل او پارستامول لیکل شوي؛ مګر ناروغان ددې درملو د رانیولو لپاره بازار ته روان دي.
بل اړخ ته د لغمان د روغتیا ریاست د چارواکو په وینا د هلت نت نړیواله صحي اداره ددې روغتون او د لغمان کلینیکونو ته د درملو اکمال په غاړه لري چې ډېر کم داسې پېښېږي چې د درملو له کمښت سره مخ شي.
دغه چارواکي وایي چې هره ورځ تر ۸۰۰ ناروغانو پورې مراجعه کوي چې له درملنې وروسته مرخص کېږي.
د مهترلام ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد صدیق سمسور پدې هکله وايي: “مونږ یوازې د ځینو اساسي درملو له کمښت سره مخ یو او نور درمل پوره موجود دي چې د درملو مسؤول وحیدالله الکوزی يې د مشخص تقسیم اوقات له مخې د روغتون په درملتون کې د ناروغانو په اختیار کې ږدي.”
په لغمان ولایت کې د “هلت نت” مؤسسې رئیس ډاکټر همایون زهیر هم د لغمان د ولایتي روغتون سره د درملو د مرستې په هکله وويل: “مونږ د بستري ناروغانو لپاره ۹۸ سلنه او د بېړنیو او سراپا ناروغانو لپاره له ۵۰ تر شپېته سلنه درمل لرو او وخت پر وخت ددې پروسې څارنه کوو.”
دا چې د لغمان ولايتي روغتون د دوا له کمبود سره ندی مخ او د هلت نت مؤسسې مسؤولین هم ددې پروسې نظارت کوي، نو بیا ولې ناروغان خپل درمل له بازار څخه اخلي؟ ځکه ناروغان تل شکایت لري چې ځینې ډاکټران دوی په بازار کې مشخصو درملتونو ته لېږي او وايي چې دا درمل په فلاني درملتون کې پيدا کېږي.
پدې اړه د مهترلام ښار له بېلابېلو شخصي درملتونونو د مسؤولینو سره تر خبرو وروسته معلومه شوه چې دوی ته د ولایتي روغتون نه هره ورځ تر څلوېښتو زياتې نسخې رالېږل کېږي او په هره نسخه کې له ۱۵ نه تر ۲۰ افغانيو ګټه ډاکټر ته ورکول کېږي، پدې حساب که د ورځې ۴۰ ناروغان لدې شخصي درملتونونو څخه درمل واخلي او په هره نسخه کې ۱۵ افغانۍ ګټه ډاکټر ته ورکړل شي نو د ورځې شپږ سوه افغانۍ کېږي.
د مهترلام ولایتي روغتون د ننه هم درملتون شته او له روغتون څخه بهر هم درملتونونه موجود دي چې د روغتون له رسمي درملتون څخه اکثر ناروغان د وړیا درملو د نه ترلاسه کولو په صورت کې درمل رانیسي.
پداسې حال کې چې د افغانستان د اساسي قانون د ۵۲ مادې له مخې دولت مکلف دی چې د هېواد ټولو اتباعو ته د وړيا درملنې زمینه مساعد کړي، همدارنګه د عامې روغتیا وزارت لایحې د دوهمې مادې پر اساس دا اداره پدې مکلفه ده چې د دولتي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې لومړنۍ او متوسطه درملنه د طبیعي پېښو ناروغانو او کتلوي ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي، مګر داسې ښکاري چې ځینې ډاکټران د خپلو شخصي ګټو او هغې فیصدۍ ترلاسه کولو لپاره چې شخصي درملتونونه یې دوی ته ورکوي، ناروغان بازار او شخصي درملتونونو ته د درملو اخیستلو لپاره لېږي.
بل اړخ ته د لغمان ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر معروف جلیلي د ګهیځ له خبریالې سره په خبرو کې وایي چې دوی د عامې روغتیا وزارت له خوا د هیلت نیت په نامه مؤسسې سره قرار داد لري تر څو دوی ته درمل او نور ضروري طبي توکي ورسوي.
ډاکتر معروف جلیلي وایي چې دوی هڅه کوي د مهترلام د دولتي روغتون ناروغان بهر ته د درملو اخیستلو ته اړتیا پیدا نکړي اما ورځني او-پي ډي یا سراپا مریضان چې د دولتي روغتون کلنیک ته مراجعه کوي ګڼې ستونزې لري او کله ناکله دوی اړ کېږي تر څو ناروغان د درملو لپاره له روغتون نه بهر ولېږي.
د لغمان ولایت د عامې روغتیا رئیس دا نه مني چې د لغمان دولتي روغتون ځینې ډاکټران دې په قصدي ډول ناروغان د درملو اخیستو لپاره په بازار کې مشخصو درملتونونو ته ولېږي او وایي چې تر اوسه چا ورته پدې اړه شکایت ندی کړی.
ډاکتر معروف جلیلي زیاتوي:” مونږ د قانون په چوکاټ کې د خصوصي سکتور څخه ملاتړ ته ژمن یو، خو داسې نه چې مونږ د هغې لپاره قانون مات کړو.”
ښاغلی جلیلي وایي که هر څوک پدې اړه ثبوت او شواهد لري چې د لغمان د ولایتي روغتون ځینې ډاکتران، ناروغان له روغتون څخه بهر مشخصو درملتونونو ته لېږي او هغه درمل چې په روغتون کې شته، پر دوی له بازار نه اخلي، دلته دې راشي او مونږ ته دې شکایت وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس