معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د لغمان د مرکز اړوند د قلعه صوفیا سیمې د ژورو څاه ګانو پروژه کې درغلي شوې ده

د لغمان د مرکز اړوند د قلعه صوفیا سیمې د ژورو څاه ګانو پروژه کې درغلي شوې ده

د لغمان د مرکز اړوند د قلعه صوفیا سیمې د ژورو څاه ګانو پروژه کې درغلي شوې ده

راپور : عبدالباري غورځنګ

هغه اسناد او شواهد چې د ګهیځ خبریال ته په لاس ورغلي ښکاروي چې د لغمان ولایت اړوند مرکز په قلعه صوفیا سیمه کې د ولسي تړون اړوند د څاه ګانو د کیندلو په پروژه کې اختلاس شوی دی.
د سیمې قومي مشران او مخور هم پدې پروژه کې د اختلاس خبره کوي او وايي چې د څاه ګانو د کېندلو پروژې د قرار داد نه سرغړونه شوې ده.
د نوموړې سیمې د قومي شورا غړی سید انور باچا وایي ولسي تړون د دوی په کلي کې د شپږو څاه ګانو د کېندل کېدو پروژه منظوره کړه چې په بېلابېلو اړوند کلیو کې به تطبیق شي خو پدې کې اختلاس وشو.
دی وایي د قرارداد له مخې باید هره څاه ۴۱ متره ژوروالی ولري خو که چېرته تاسو کېندل شوې څاه ګانې متر کړئ، له ۲۸ متره زیات نه دي کېندل شوې.
نوموړی زیاتوي چې پدې اړه یې یوه عریضه وکړه چې د کلي رئیس او د شورا غړو پکې ګوتې ولګولې او د کلیو پراختیا ریاست ته یې شکایت وکړ، خو بدبختانه چې هېڅ ډول اجرات پرې ونشول.
د قومي شورا دغه غړی وایي: “اوس چې تاسو دغه څاګانې متر کړئ ۲۸ الی ۳۰ متره ژوروالی لري او یوه څاه بېخي ورکه ده، داسې ویل کېږي چې هغه یې بل چېرته ویستې، موږ عریضه وکړه انکشاف دهات ریاست ته، څو ځله لاړو تقریبا درې میاشتې شوې چې نن په سبا مو تېر باسي، هېڅ اجراات یی ونکړل.”
د همدې سیمې د تندۍ کلي د شورا رئیس عبدالهادي بیا وایي چې دوی پدې اړه د کلیو پراختیا ریاست ته عریضه ورکړې خو دوی ته وویل شول چې ددې پیسو ټول صلاحیت د ولسي تړون د شورا له رئیس سره دی او د کلیو پراختیا ریاست پکې هېڅ کار نلري.
نوموړی زیاتوي چې د هغه د عریضې له مخې چې دوی د لغمان د کلیو پراختیا ریاست ته کړې ده او انجینیرانو د څاه ګانو متراژ وکړ، پدې پنځو څاګانو کې شاوخوا ۳۳ متره کمښت ثابت شو او یوه څاه یې غیر قانونی بل چېرته لېږدولې ده.
دی د ملي تړون په هغه رئیس چې د دوی لخوا پدې کلي کې تأیید شوی هم دی، تور پورې کوي چې پدې اختلاس کې نوموړی هم لاس لري.
د تندۍ کلي د شورا رئیس هم وایي چې ددې ستونزې د حل په موخه څو څو ځله د کلیو پراختیا ریاست ته تللي او د عریضې یې درې میاشتې کېږي، خو دده په خبره: “اخر رئیس موږ ته وویل چې د ملي تړون د شورا رئیس د پیسو صلاحیت لري، مطلب موږ یې ځواب کړو، پدې اختلاس کې هغه انجینیران چې د ریاست لخوا هیأت کي شامل وو، د ملي تړون د شورا رئیس او یاده اداره ټول شریک دي.”
د همدې کلي د شورا د بانکي او مالي چارو مسؤول انجینیر صبغت الله قریشي هم لدې څاه ګانو خوښ نه دی او پر تطبیق کوونکو باندې د اختلاس تور پورې کوي.
نوموړی وایي چې د یادو څاه ګانو په پروژه کې په څلور برخو کې یوه برخه پیسې مصرف شوې او نورې غلا شوې دي.
دی زیاتوي چې په شپږو څاه ګانو کې یوه بېخې ورکه ده او نورو کې قوي اختلاس شوی چې دوی یې په اړه ثبوت وړاندې کولای شي.
قریشي زیاتوي د څاه ګانو کومې بمبې چې په قرارداد کې لیکل شوې دي، هغه نه دې لګول شوې، ټولې بدلې دي او د څاه ګانو په هر متر کې ۱۸۰۰ سوه افغانۍ اختلاس شوی دی.
د یاد کلي د شورا د مالي او بانکي چارو مسؤول همدا رنګه زیاتوي: “موږ په هماغه وخت کې چې د شرکت قرار داد ولید، د څاه ګانو کېندل متر په ۲۴۰۰ افغانۍ لیکل شوي وو خو کله چې موږ له نورو شرکتونو نه پوښته وکړه دوی متر په ۱۲۰۰ کلدارو چې ۶۰۰ افغانۍ کېږي څاه ګانې ویستلې دي.”
انجینیر صبغت الله قریشي وایي دا پروژه بېخې داوطلبۍ ته نه وه سپارل شوې، د قرار داد له مخې باید هره څاه ۴۰ متره ژوره شوې وای خو که اوس څاه ګانې متر کړئ، هره څاه ۲۶ متره یا ۲۸ تر ۳۰ متره پورې ده.
نوموړی وایي: دا خپله د دوی غلا ثابتوي، کومې بمبې چې په قرارداد کې لیکل شوې دي تاسو راشئ ویې ګورئ ټولې بدلې بمبې لګول شوې دي، ددې ستونزې د حل لپاره مونږ د انکشاف دهات ریاست ته رسمي عریضه وکړه خو هېڅ ډول مثبت ځواب مو تر لاسه نکړ.”
همدا رنگه د لوی ملاشرف د کلي د شورا رئیس نصرت الدین هم وایي چې د دوی په سیمه کې د څاه ګانو په پروژه کې اختلاس شوی دی.
نوموړی وایي د قرار داد له مخې باید د دوی په سیمه کې شپږ څاه ګانې موجودې وای او هره څاه باید ۴۱ متره ژوره وای خو اوس دلته پنځه څاه ګانې کیندل شوې او هره څاه له ۲۶ مترو تر ۲۹ مترو څخه پورته نه دي، چې دا یوه ښکاره غلا ده.
نصرت الدین هم وایي چې: “موږ ددې لپاره رسمې عریضه انکشاف دهات ریاست ته کړې، خو پدې دریو میاشتو کې هېڅ ډول اجرات ونشول، د انکشاف دهات ریاست هیأت راغی، متراژ یې وکړ، اختلاس یی پکې مشخص کړ خو بیا موږ ته هېڅ ډول مثبت ځواب رانکړل شول.”
د خلکو او ولسي شورا ګانو ددې ټولو نیوکو او دعواوو سره سره کله چې یاده موضوع د لغمان ولایت د کلیو د پراختیا رئیس انجینیر مجیب الرحمن ضيا‌ء سره مطرح شوه، نوموړی وايي چې د دوی د ریاست د ټاکل شویو پلاوو د معلوماتو له مخې چې دا څاه ګانې شا او خو دوه کاله وړاندې کېندل شوې، اوس د دوی معلومات ښیي چې څاه ګانې ډکې شوې دي ځکه خو هغه متراژ نه پوره کوي چې په قرار داد کې لیکل شوی دی.
نوموړی وایي بیا هم د کلیوالو د عریضې له مخې که چېرته په څاه ګانو کې کمبود رامنځ ته شي او دا ستونزه په رښتیا هم ثابته شي، نو شرکت مکلف دی چې له سره دوی ته کار وکړي او د دوی حق ورته ورسوي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ددې پروژې د تطبیق لپاره ستاسو د ریاست کوم څارونکی انجینیر مکلف شوی نه ؤ؟ وویل : “ولي نه، موږ څارونکی انجینیر درلود، خو که چېرته رښتیا هم د قرارداد له مخې کار نه وي شوی زموږ انجینیر او د کلي د ملي تړون شورا به مجازات شي.”
د ښاغلي رئیس سره مو ددې سیمې د یوې څاه د نه شتون موضوع هم شریکه کړه خو دی ټینګار کوي چې د قرار داد له مخې شپږ څاه ګانې دلته کېندل شوې په داسې حال کې چې د سیمي خلک ټول په یوه خوله د رئیس دغه ادعا ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې د لغمان ولایت په کلیوالو سیمو کې ډېری پروژې ددې ولایت د کلیو د پراختیا ریاست له خوا تطبیق شوې دي، خو د ګهیځ ټیم یوازې د همدې سیمې د څاګانو د پروژې اسناد تر لاسه کړای شول چې پکې ښکاره اختلاس ثابتېږي، اما د لغمان د کلیو پراختیا ریاست په بېلابېلو بهانو له دغه اختلاس او درغلۍ سترګي پټوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس