معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د لغمان بادپښ ولسوالۍ ښوونځیو کې ښوونکي په نوبت درسونو ته حاضرېږي

د لغمان بادپښ ولسوالۍ ښوونځیو کې ښوونکي په نوبت درسونو ته حاضرېږي

د لغمان بادپښ ولسوالۍ ښوونځیو کې ښوونکي په نوبت درسونو ته حاضرېږي
راپور: محمد ګلاب ابراهیمي
د ګهیځ موندنې ښیي چې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ښوونکي په میاشتو میاشتو خپلو صنفونو ته نه حاضریږي او حاضري نه لاسلیکوي، خو خپل معاش په منظم ډول تر لاسه کوي.
د ګهیځ خبریالانو داسې اسناد تر لاسه کړي چې ښکاروي د یادې ولسوالۍ په ښوونځیو کې ځینو ښوونکو په میاشتو میاشتو حاضري نه ده لاسلیک کړې او د امضاء ټولې خانې یې سپینې دي.
بل خوا د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د لغمان د پوهنې پر ریاست نیوکه کوي او وایي ددې ولسوالۍ په ښوونځیو کې پر دندو ګومارل شوي ښوونکي په میاشتو او جمعو له دندو غیر حاضر دي او د یادې ولسوالۍ ماشومان همداسې نا لوستي لوییږي.
د بادپښ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عزت الله د ګهیځ له خبریال سره په مرکه کې وایي چې په نوموړې ولسوالۍ کې ښوونکو نوبت اېښی، یوه جمعه یو ښوونکي حاضري ورکوي او بله جمعه بیا هغه ځي او بل ښوونکی حاضري ورکوي.
نوموړی شکایت کوي چې دلته ښوونکي د دې پر ځای چې هره ورځ حاضري ورکړي، شاګردانو ته د یوه منظم پلا له مخې درس ورکړي، یوازې د حاضرۍ لپاره راځي او بېرته ته خپلو کورنو ته ورځی، داسې هم کېږي چې میاشت میاشت نه وي خو حاضري یې همداسې خالي وي او څوک یې نه غیر حاضروي.
عزت الله وایي که دا حالات همداسې دوام وکړي نو پدې باید پوه شو چې د بادپښ ولسوالۍ په سلګونه زده کوونکي به نالوستې پاتي وي.
نوموړی د لغمان له ولایتي ادارې غواړي چې پدې برخه کې عاجل اقدام وکړي او د نوموړې ولسوالۍ په ماشومانو دې زړه وسوزوي او زیاتوي چې:”د بادپښ ولسوالۍ ښوونځیو ته په واسطو ښوونکي راغلي، په میاشتو میاشتو نه وي، کله چې راشي په یوه ورځ ټوله حاضري امضاء کوي او په هماغه ورځ بېرته خپلو کورنو ته ځي…”
عزت الله همدارنگه زیاتوي چې : “معلمانو په مکتب کې نوبت اېښی، کله یو معلم راځي حاضري امضا کړي کله بل، زموږ غوښتنه له والي او پوهنې رئیس څخه لرو چې زموږ د بادپښ ولسوالۍ په ماشومانو زړه خوږ کړي.”
د بادپښ ولسوالۍ د قومي شورا رئیس محبوب شاه هم دا تأییدوي چې د نوموړې ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکي یوازې د حاضرۍ امضاء کولو ته ورځي.
نوموړی وایي چې بادپښ ولسوالۍ کې د مهترلام ښار وګړي د ښوونکو په توګه ګومارل شوي دي، همدا لامل دی چې په نوبت حاضري ورکوي، په داسې حال کې چې دا د قانون خلاف کار دی.
دوی دا کار د بادپښ ولسوالۍ له ولسونو او ماشومانو سره لوی ظلم ګڼي او پر ولایتي ادارې غږ کوي چې مخنیوی یې وکړي.
قومي مشر محبوب شاه وایي : “د بادپښ ولسوالۍ معارف له زوال سره مخ ده، زموږ د ماشومانو راتلوونکی له تباهۍ سره مخ دی، ښوونکي چې نه وي زده کوونکي چاته لاړ شي؟ له چا زده کړه وکړي؟ ”
د بادپښ ولسوالۍ یو تن قومي ملک بیا پدې ولسوالۍ کې بېخي د معارف له شتونه نه منکر دی او زیاتوي چې خالي دېوالونه شته نور هر څه ختم دي.
ملک بمبارد د دې سیمې یو تن پېژندل شوی قومي مشر دی، دی وایي د بادپښ ولسوالۍ له خلکو سره هر ډول ظلم شوی خو اوس په زده کړه کې هم ورسره ظلم کېږي.
نوموړی زیاتوي چې موږ په داسې ښووونکو باندې څه وکړو چې په میاشتو میاشتو نه وي، صرف حاضرۍ ته راشي د یوې میاشتې حاضري امضاء کړي او بېرته لاړ شي.
خو بل خوا بیا د لغمان د پوهنې رئیس عبد الله حمیدي، ددې ستونزې په اورېدو د ښوونکو د بې غورۍ په اړه د جدي اقدام خبره وکړه او زیاته یې کړه چې تر دې وروسته به د دې ډول ښوونکو په اړه جدي تصمیم ونیسي.
حمیدي وویل هېڅ یو ښوونکي د دې حق نلري چې په نوبت دنده ترسره کړي یا هم غیر حاضر اوسي، قانون باید په ټولو وګړو یو شان تطبیق شي.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس زیاتوي چې باد پښ یوه لیرې پرته او نا امنه ولسوالي ده، که څه هم د پوهنې ریاست اړوند د څارنې پلاوي غړي په کال کې درې ځله دلته د نظارت پروسه پر مخ وړي، خو بیا هم د ددغې ولسوالۍ په اړه یې تر اوسه داسې څه نه و پیدا کړې لکه د ګهیځ خبریالانو چې اسناد پیدا کړي.
عبدالله حمیدي وایي: ” په طرزالعمل کې داسې څه نشته چې ښوونکي دې په نوبت دنده ترسره کړي، دوی باید هره ورځ حاضري ورکړي.”
د پوهنې رئیس ژمنه وکړه چې همدا نن به د نظارت غړو ته دنده ورکړي تر څو دا پېښه وڅېړي، اړونده ښوونکو ته به ددې جزا ورکړل شي او له دندو به ګوښه شي.
ښاغلي عبدالله حمیدي وایي: “موږ ته داسې ښوونکي پکار دي چې زده کوونکي وروزي نه داچې یوازې معاش ته ناست وي، موږ په بادپښ کې یوه ستونزه لرو چې هلته له دولسم نه تر فارغ پورته خلک نلرو ،دا ښوونکي ټول د مرکز اوسېدونکي دي ځکه خو یې دا مشکل ایجاد کړی دی. ”
د یادوني وړ ده چي په بادپښ ولسوالۍ کې ټول اووه ښوونځي فعال دي چې ۴ لیسې او ۳ لومړني ښوونځي دي، همداراز پدې ولسوالۍ کې دوه محلي ټولګي هم شته چې پدې ټولو کې ۲۰۶۹ تنه زده کوونکي زده کړې کوي چې بیا لدې ټولو نه ۳۹ تنه یې ښځینه دي.
د معلوماتو له مخې ددې ښوونځیو او زده کړو مرکزونو کې ټول ۸۱ تنه استادان تدریس کوي چې دم ګړۍ یې برحاله ۶۱ تنه په سیمه کې شته دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس