معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قوش تېپې کانال ځمکو کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې

د قوش تېپې کانال ځمکو کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۰ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د قوش تېپې کانال به درې میلیونه جریبه ځمکه خړوبه کړي.

د کرنې وزارت چارواکي زیاتوي، چې د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د کانال ځمکه د پانګونې د جذب لپاره چمتو کړي.

دوی زیاتوي چې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز تر پرانیستې راوروسته په دې سیمه کې د پانګونې لپاره د خصوصي سکټور لېوالتیا زیاته شوې ده، خو د کانال له بشپړېدو نه وروسته به په دې سیمه کې د پانګونې بهیر پیل شي.

د خصوصي سکټور غړي هم وايي، چې باید په دې ستره اقتصادي پروژه کې د پانګونې لپاره ځانګړي او معیاري اصول چمتو شي.

د خصوصي سکټور غړي وايي، چې په دې پروژه کې افغان او بهرني پانګوال د پانګونې لپاره لېوالتیا لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس