معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د غزې لمبو ته نڅېدونکی امریکایی د خپل کور په سوځېدو وژړل

د غزې لمبو ته نڅېدونکی امریکایی د خپل کور په سوځېدو وژړل

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې لګېدلي اور د هالیووډ مشهور لوبغاړو میلیوني کورونه د ایرو په ډېریو بدل کړل.

د یادو لوبغاړو له ډلې یو هم جیمز ووډز دی، چې د غزې د اوسېدونکو پر وړاندې د کرکې او افراطي دریځ له امله بدنام دی.

جیمز ووډز چې د غزې پر خلکو د اسراییلو له وحشت او زور زیاتي تل ملاتړ کړی او په لا زیاتې تباهۍ یې ټینګار کاوه، د سخت زړي او بې رحمه انسان په توګه پېژندل کیږي.

نوموړي په خپلې اېکس پاڼې لیکلي وو، “اوربند، روغه جوړه او بښل نشته، ټول له مخې ووژنئ.”

د کلفورنیا وروستي اور د جیمز ووډز کور هم وسوځاوه.

هغه تازه له CNN سره په ژوندۍ مرکه کې د خپل کور د سوځېدو په اړه خبرې کولې او په سلګیو یې ژړل.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو خلکو نه یوازې دا چې له هغه سره خواخوږي ونه ښوده، بلکې پر ټولنیزو رسنیو یې له هغه بېزاري وکړه.

یو عرب لیکوال په خپل پوسټ کې له جیمز ووډز پوښتنه کړې، چې “اوس ووایه، د خپل کور په سوځېدو څه ډول احساس کوې؟”

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس