معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سره صلیب نړیوال فډراسیون په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن بللی

د سره صلیب نړیوال فډراسیون په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن بللی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سره صلیب نړیوال فډراسیون د آسیایي برخې مشر الکسانډر متیو د افغانستان بشري وضعیت کړکېچن بللی.

نوموړي ویلي، چې په دغه هېواد کې ډېری سیمې لا هم په بېړني حالت کې دي.

الکسانډر متیو افغانستان ته د خپل سفر په اړه په یوه ویډیویي پیغام کې څرګنده کړې، چې دغه هېواد له نړیوالې ټولنې جلاوالی نشي زغملی.

هغه د افغان ښځو او ماشومانو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ډېری خلک د ژمي له یخنۍ سره د مبارزې لپاره دوا، خوراکي توکو او کمپلو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، بېړنۍ مرستې د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي او د دې لپاره د نړیوالو مرستو او توجه زیاتېدل اړین دي.

هغه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د افغانانو ژوند ښه والي لپاره په اغېزمنه توګه لاس په کار شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس