معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېر کال روژې په پرتله جلال آباد ښار کې د خوراکي توکو نرخونه سم نیم کم شوي

د تېر کال روژې په پرتله جلال آباد ښار کې د خوراکي توکو نرخونه سم نیم کم شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۲   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د خوراکي توکو نرخونه د تېر کال روژې په پرتله سم نیم راټیټ شوي دي.

د هټیوالو په وینا د تېرې روژې په پرتله یې کاروبار هم د پام وړ غوړېدلی دی.

ولسي وګړي هم دغه ولایت کې د نرخونو په ټیټېدو سره خوښي څرګندوي، خو له مسوولینو څخه غواړي، چې د نرخونو د کنټرول په برخه کې خپلې هلې – ځلې همداسې دوامداره وساتي.

د جلال آباد ښاروالۍ بیا وایي، د احتکار مخنیوي او د نرخونو د کنټرول لپاره یې کمېسیون جوړ کړی، چې پر مټ یې په جدي توګه د نرخونو کنټرول لپاره هلې – ځلې کوي.

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې په داسې مهال د نرخونو د ټیټېدو خبر ورکول کیږي، چې د افغان حکومت رییس الوزرا هم د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت یوه پیغام کې پر ټولو مسوولینو، پانګوالو او شتمنو افغانانو غږ کړی، چې د دغې مبارکې میاشتې په ترڅ کې د بې وزلو، طبیعي پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه د تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس