کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته ځینو سرچینو ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کابل ته خپل سفر پیل کړی دی.
د نوموړي د سفر په اړه څو ورځې وړاندې خبرونه ورکړل شوي وو.
بل لور د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د عراقچي د سفر موخه د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او اندېښنو لپاره د حل لارو موندل دي.
د بقایي په وینا، دا سفر به د ایران او افغانستان ترمنځ د متقابلو ګټو خوندیتوب لپاره ګټور تمام شي او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لامل به وګرځي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/