معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اټکلیزې سرشمېرنې له مخې د افغانستان نفوس ۳۴.۹ میلیونه دی

د اټکلیزې سرشمېرنې له مخې د افغانستان نفوس ۳۴.۹ میلیونه دی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۲   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د اټکلیزې سر شمېرنې له مخې د افغانستان ټول نفوس ۳۴ اعشاریه ۹ میلیونه دی.

د دغې ادارې د مسوولینو په وینا دغه شمېرنه کې ۵۱ سلنه سړي او پاتې ۴۹ سلنه نور یې ښځینه دي.

د دغې ادارې ویاند له ملي راډیو تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د علمي او هر اړخیزې سرشمېرنې د ترسره کولو په موخه یې وزیرانو شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې ده.

د ویاند په خبره د ټول هېواد د وګړو علمي سرشمېرنه ډېرې بودیجې ته اړتیا لري، چې د نړیوالو بنسټونو همکاري هم په کې لازمه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس