د افغانستان ۵۳ کیلو متره مربع ځمکه لا هم په ماینونو فرش ده

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ماین اکش ریویو په نوم یو سازمان ويلي، چې افغانستان د هغو دریو هېوادونو له ډلې دی، چې ډېره ځمکه یې له ماینونو ډکه ده.
دوی ویلي، چې افغانستان، عراق او کمبودیا هغه هېوادونه دي، چې تر ۱۰۰ کیلو متر مربع ډېره خاوره یې په ماینونو فرش شوې ده.
د دې سازمان په خبره چې تېر 2022 کال یې د یو کیلو متر مربع ځمکې ماین پاکي ۲ کیلو متره مربع ته ډېره کړې، چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې یې ډېرې سیمې تر اوسه د ماینونو له شتونه پاکې کړي دي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې د کلونو جګړو له امله یې ډېری سیمې په ماینونو پوښلې پاتي او تر ډېره د دې ډول پېښو ملکي وګړي قرباني شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-105772299284903/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *