معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان کنګل پانګه؛ د کانګرس ۴۶ غړو یې د ازادېدو غوښتنه کړې

د افغانستان کنګل پانګه؛ د کانګرس ۴۶ غړو یې د ازادېدو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) راپورونه وايي چې د امریکا د کانګرس نېږدې ۴۶ غړو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې په افغانستان کې د وچکالۍ او لوږې مخنیوي لپاره دې د افغانانو کنګل کړې پانګه ازاده کړي.
په دغه لیک کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ننګه شوې.
یادو وکیلانو ویلي، د نړیوالې ټولنې له هغې غوښتنې سره همغږي دي چې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو له پلي کېدو ډډه وشي او د یاد هېواد د اقتصاد له منځه تلو مخه ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې پرون په کابل کې هم سلګونه کسانو د افغانانو د پانګې د ازادېدو په تړاو لاریون وکړ.
هغوی د امریکا له حکومته غوښتل چې پر افغانستان اقتصادي فشارونه ختم او د افغانانو کنګل کړې پانګه ازاده کړې.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم د لوږې له امله په افغانستان کې د سترې انساني غمیزې د رامنځته کېدو وړاندوینه کړې وه.
په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالر پانګه کنګل کړه، چې دې چارې د افغانانو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس