معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان کنګل شوې پانګه؛ پوتین یې د آزادېدو غوښتنه کړې

د افغانستان کنګل شوې پانګه؛ پوتین یې د آزادېدو غوښتنه کړې

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين له لوېديځو بانکونو غوښتنه کړې چې د بشري اړتياوو لپاره د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده کړي.

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په روسیه کې د پانګونې په یوه فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: “له افغانانو سره د مرستې لپاره اړينه ده چې لږ تر لږه په لوېديځو بانکونو په ځانګړې توګه امريکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازده کړل شي”.

د ده په خبره لویدیځ او امریکا ته په کار ده چې په دې نازک وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په ښه کولو کې ګټه واخیستل شي. پوتین وايي افغانستان، د خوړو، درملو او نورو توکو پېرلو ته اړتیا لري او باید د افغانانو پر برخلیک نورې لوبې و نه شي.

پوتین زیاته کړې، د غرب هغه انګېرنه ناسمه ده، چې ګواکي طالبان به په دې پیسو وسلې واخلي، هغه زیاتوي دمګړی په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسله پرته ده او دغه هېواد لا ډېرې وسلې ته اړتیا نه لري.

د یادولو وړ ده چې د افغان دولت شاوخوا لس ملیارده ډالره پانګه دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او د اسلامي امارت چارواکي ور ته لاسرسی نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس