معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان نا امن کولو لپاره تاجکستاني او پاکستاني وګړي ډېره هڅه کوي

د افغانستان نا امن کولو لپاره تاجکستاني او پاکستاني وګړي ډېره هڅه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت دفاع وزیر تېره ورځ د یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د دوی د واکمنۍ له پیل راهیسې افغانستان کې په شویو ټولو بریدونو کې بهرنيان په ځانګړي ډول پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل دي.

نوموړي په دې خبري ناسته کې زیاته کړې، چې په مساجدو، خانقاوو دیني عالمانو او ولسي وګړو باندې شویو ټولو بریدونو کې له بهرنیو وګړو په ځانګړي ډول له تاجکستاني وګړو ګټه اخیستل شوې ده.

د ده په خبره دغو بریدونو شنډولو برخه کې یې لسګونه تاجکستاني او پاکستاني اتباع د عملیاتو پرمهال وژلي او لسګونه نور یې ژوندي نیولي دي.

دفاع وزیر له دواړو هېوادونو څخه وغوښتل، چې خپلې ځمکنۍ و هوايي پولې جدي کنټرول کړي.

تر اوسه د پاکستان او تاجکستان حکومتونو په رسمي ډول د افغان حکومت د دغې چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس