معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو اعلان کړی، چې سبا د یکشنبې په ورځ به ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.

یاد بانک د ټویټ په کولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د دغه بانک د مسوولینو په وینا د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس