معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اسلامي امارت حکومت د زړو اوسپنو د څېړلو په موخه کندهار ته پلاوی لېږلی

د اسلامي امارت حکومت د زړو اوسپنو د څېړلو په موخه کندهار ته پلاوی لېږلی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۹مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د زړو اوسپنو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی دغه ولایت ته استولی دی.

د یادی خونې مرستیال یونس مهمند رسنیو ته څرګنده کړې، په هغه ناسته کې چې د اوسپنې ویلي کولو کارخونو له مالکانو سره د کورنیو تولیداتو پر ستونزو، د توکو کموالي او د خرڅلاو بازار پر نشتوالي د خبرو لپاره جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې یادې کارخونې دې په سپین بولدک کې شته زړې اوسپنې په وړ قیمت وپیري.

د ښاغلي مهمند په خبره دا کار به کورنيو تولیداتو ته لار هواره کړي او د اومه موادو د نشتوالي په برخه کې به د کارخونو ستونزه هم تر یوه بریده هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اوسپنې ویلي کولو د کارخونو مالکانو په وار وار د اومه موادو له نشتوالی شکایت کړی او غوښتنه یې کړې چې زړې اوسپنې باید بهر ته و نه لېږدول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس