معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د اسعد آباد چغان غونډۍ ته جوړ شوی قیمتي بیرغ اوس شلیدلی او نشته

د اسعد آباد چغان غونډۍ ته جوړ شوی قیمتي بیرغ اوس شلیدلی او نشته

د اسعد آباد چغان غونډۍ ته جوړ شوی قیمتي بیرغ اوس شلیدلی او نشته
راپور : ضیاءالرحمن حبیب سپین غر
د هېواد په ختیځ ولایت کونړ کې د ګهیځ موندنې ښیي چې د مرکز اسعد آباد ښار په یوه کیلومترۍ کې د چغان په غونډۍ د نصب لپاره په څه باندې یوولس نیم لکه افغانۍ جوړ شوی بیرغ تر جوړښت یوازې څو ورځې وروسته بېرته شلیدلی او تر ننه یې احوال معلوم ندی چې څه شو.
همدارنګه د ګهیځ موندنې ښیي چې ددې بیرغ د جوړلو لپاره د اسعد آباد د ښاروالۍ له خوا د تدارکاتو د قانون پر خلاف بولي یا بېډنګ ندی شوی او په خپل سر د دې بیرغ د جوړښت قرار داد د اسعد آباد د ښاروالۍ له خوا له عامر ساختماني شرکت سره ترسره شوی دی.
د تفصیلاتو مطابق د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کليزې(۱۳۹۸ کال) د لمانځنې لپاره د چمتوالي په لړ کې د کونړ مرکز اسعد آباد ته څېرمه د چغان په تاريخي غونډۍ د هېواد ملي بېرغ د عامر ساختماني شرکت له خوا نصب شوی ؤ.
د کونړ ښاروالۍ د معلوماتو له مخې دغه بېرغ د چغان تاريخي غونډۍ په لوړه څوکه نصب شوی ؤ، چې د پایې لوړوالی یي ۳۰ متره، د بېرغ اوږدوالی یې ۱۶ متره او پلنوالی يې اتو مترو ته رسېده، چې د مسؤولينو په وینا دغه بېرغ د هېواد په کچه څلورم لوی ملي بېرغ ګڼل کېږي.
بل خوا د اسعد آباد ښاروالۍ څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې د دغه بېرغ په جوړېدو(۱۱۹۵۱۵۳) افغانۍ لګښت راغلی ؤ، چې د ښاروالۍ له خپلې بودیجې ورکړل شوې دي.
د ګهیځ له لورې تر لاسه شوي معلومات ښيي چې ددې پروژې قرارداد له بېډينګ يا بولۍ پرته عامر ساختماني شرکت ته ورکړل شوی ؤ خو د عامر ساختماني شرکت مسؤول حاجي ميرزمان بیا وايي چې د وخت د کمښت له امله ورته دا قرار داد له بولۍ یا بېډینګ پرته ورکړل شوی دی.
حاجي عامر زیاتوي چې: “ددې له امله چې دغه پروژه سخته وه بل کوم شرکت ورته زړه نه ښه کولو، نو ځکه موږ له بېډينګ پرته د دغې پروژې په تطبیق پېل وکړ، زه پوهېدم چې دا کار ستونزمن دی خو بیا مې هم هوډ وکړ، په دغه پروژه کې موږ دوه لکه افغانۍ تاوان هم کړی دی.”
همدارنگه د اسعد آباد ښاروالۍ د بورډ مسؤول حاجي اجمل هم د بېډينګ په اړه ددې ساختماني شرکت وړاندې کړي معلومات تأيیدوي او وايي: “د خپلواکۍ د کلیزې ورځې مخکې چې کومه د بېرغ ورځ وه، هغې ته د والي او معاون صيب بېړه وه، ځکه په هغه وخت کې د دې بېډينګ یا بولي نه کېده نو د هغوی له خوا وويل شول چې دا بېډينګ به وروسته وکړو او اوس تاسې بېرغ جوړ کړئ.”
نوموړی يې د اړتيا په اړه وايي چې بېرغ خو د خلکو غوښتنه هم وه او زموږ يو ملي وياړ دی، چې د چغان په تاريخي غونډۍ جوړ شو، خو څنګه چې د خلکو غوښتنه وه هغسې ونه شوه.
په کونړ کې د ګهیځ د خبریال د معلوماتو له مخې دغه بېرغ يوازې څو ورځې ولاړ ؤ او بيا د بېرغ درک نه شته چې څه شو،خو يوازې ستن يې لا اوس هم ولاړه ده.
د کونړ ښاروالۍ د بورډ مسؤول حاجي اجمل پدې اړه وايي: “د بېرغ په اړه په ښاروالۍ کې کوم فساد نه دی شوی، خو د بېرغ کيفيت ډېر خراب ؤ، اصلي مشکل همدغه دی، نو ځکه اوس نه شته.”
هغه وايي چې فساد قرار دادي شرکت کړی دی او فساد يې همدغه دی چې بیرغ یې بې کيفيته جوړ کړی ؤ، د بېرغ ټوټه خرابه وه، شرکت ويل چې ټوټه یې له ايران نه راوړو او يا يې له هند نه راوړو، خو فکر کوم چې نه يې د ايران نه راوړې او نه يې له هند نه ،همدلته کابل کې يې جوړ کړی دی.
نوموړی همدارنګه وایي چې کوم ډول بیرغ چې په کابل کې دی، که دا هم په هماغه ډول جوړ شوی وای نو نن به دا بېرغ هم د کابل بېرغ په څېر جوړ ولاړ وای.
خو د بېرغ جوړونکي شرکت مسؤول حاجي ميرزمان بیا وايي: ” موږ د بېرغ او انتن يا پايي مواد له ايران هېواد نه راوړي وو، چې پايه يې د پینل کمپنۍ له خوا په کابل کې جوړه شوې ده. ”
د سيمې يو اوسېدونکی عزت الله پدې اړه وايي: “بېرغ يوازې څو ورځې ولاړ ؤ، بيا ورک شو، چې تر اوسه ورک دی او يوازې ستن يا پايه يې ولاړه ده.”
د کونړ ښاروالۍ د بورډ مسؤول حاجي اجمل هم مني چې دا بېرغ شلېدلی، خو وايي: “موږ د خپل مسؤوليت په چوکاټ کې څو ورځې وړاندې له پخواني ښاروال انجینیر عبيدالله ساپي څخه د بيرغ پوښتنه وکړه، هغه وويل چې موږ دوه بیرغونه راوړي وو او دوهم بېرغ هم لرو؛ خو کله چې موږ په ښاروالۍ کې پوښتنه وکړه، دوهم بېرغ نه شته او همدغه يو ؤ چې شلېدلی دی. ”
بلخوا د بېرغ جوړونکي شرکت مسؤول حاجي ميرزمان هم وایي چې دوی د دوه بېرغونو ټوټې راوړې وې چې يوه ټوټه په ښاروالۍ کې پاتې شوه او بله یې په بېرغ کې نصب شوه.
په ټوليزو رسنيو کې خلکو د ولايتي ادارې او په تېره د اسعد آباد ښاروالۍ دغه کار، يوه داسې پروژه بللې چې هېڅ ګټه يې نه ده کړې او پرې لګېدلې پېسې يوازې سيند ته غورځول شوې.
ځينو بيا ويلي چې د دې پرځای بايد يو ښوونځی جوړ شوی وای او يا يو داسې کار شوی وای چې خیر يې ولس ته په دوامدار شکل رسېدلی.
ځينو بيا ويلي چې دا کار چارواکو يوازې د خپلو جيبونو ډکولو لپاره د لارې چارې موندلو په توګه کړی دی او ځينو بيا نورې تبصرې کړې دي.
د کونړ ولايت مرکز اسعد آباد ښار ختيځ لور ته د چنار بانډو د غرونو په لمنو کې پرته د چغان غونډۍ ستر تاريخي ارزښت لري چې د اسعد آباد ښار له هر لوري دغه نسبي لوړه څوکه ښکاري او له اسعد آباد ښار نه کابو يو کيلومتر واټن لري، او داسې ويل کېدل چې په لوړ لګښت جوړ شوی دغه بېرغ به له ډېورنډ هاخوا د باجوړ له سيمو هم ښکاري، خو اوس يې بېرغ لا څه چې ستن يا پايې ليدل کېدل یې هم سخت ښکاري‎.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس