معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / خپلواک افغانستان د افغانانو مشروع حق دی

خپلواک افغانستان د افغانانو مشروع حق دی

سهیل شاهین وايي، د ازاد او خپلواک افغانستان درلودل د افغانانو مشروع حق دی.

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د اسلامي امارت ویاند انعام الله سمګاني پر خپل ټویټر، ملګرو ملتونو ته د اسلامي امارت لخوا د وړاندیز شوي دایمي استازي سهیل شاهین له قوله لیکلي چې، د خپلواک افغانستان درلودل د افغانانو مشروع حق دی او دوی له لسیزو راهیسې د دې لپاره مبارزه کوي.

سمګاني د شاهین له قوله لیکلي دي: «ولې دوی باید د بندیزونو، فشارونو او په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ د محرومولو هدف وي. له دې کبله، چې له اشغال پرته افغانستان یې غوښته، څو له هر هېواد سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې ولري؟».

پر افغانستان د اسلامي امارت تر ولکې وروسته امریکا او نړیوالې ټولنې پر دغه هېواد یو لړ بندیزونه وضع کړل او د دوی په بانکونو کې د افغانانو پرته میلیاردونه ډالره پانګه یې کنګل کړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس