معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره مرکز جوړیږي

خوست کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره مرکز جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د خوست ولایت د غلام خان فرضي کرښې ته څېرمه د راسنتېدونکو کډوالو لپاره مرکز جوړیږي.

د خبر پر بنسټ، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د خوست غلام خان فرضي کرښه کې د یاد مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودو پر مهال ویلي، ښایي د پسرلي په رارسېدو سره هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د راستنېدو لړۍ لا چټکه شي، چې د کوربه هېوادونو ناسم چلند ته په کتو اړینه ده لازم چمتوالی ورته ونیول شي.

په دې مرکز کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ثبت او راجستر دفتر، روغتیايي کلینیک، انتظار خونې، تشنابونه، لنډ مهاله پنډغالي او نورې اړیني اسانتیاوي په پام کې نیول شوي، څو هېواد ته راستنېدونکي هېوادوال له خپلو حقونو برخمن او له ستونزو سره مخ نه شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس