معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / خالد حنفي: مونږ د دین د استازو په توګه د خلکو فکرونه باید اصلاح کړو

خالد حنفي: مونږ د دین د استازو په توګه د خلکو فکرونه باید اصلاح کړو

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۱۸مه) د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالی محمد خالد حنفي ویلي چې په افغانستان کې شل کاله ناټو او لویدیځوالو حکومت کړی او هغوی خپل فکر پر افغانانو باندې تحمیل کړی دی.
نوموړي د کابل ښار له محتسبینو سره په لیدنه کې زیاته کړې ده چې اوس وخت راغلی څو د خلکو فکر اصلاح شي او هغوی ته سمه لار وښودل شي.
حنفي ټینګار کړی دی چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دین ترجمان دی او دا د هغوی دنده ده چې خلکو ته شرعي لار وښیي او فکرونه یې سم کړي.
د یادونې ده چې امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې خلکو ته پر جماعت د لمانځه، د ږېرې پرېښودو او دغه راز ځینې نورې سپارښتنې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس