معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان له افغانستان سره ۶ لکه امریکایي ډالره مرسته اعلان کړه

جاپان له افغانستان سره ۶ لکه امریکایي ډالره مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اوچا یا ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، جاپان د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره ۶ لکه امريکايي ډالره نوې مرسته وکړه.

د اوچا دفتر د معلوماتو له مخي، دا د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره د جاپان د مخکنيو دوامدارو مرستو یوه برخه ده.

اوچا د دې مرستې له امله جاپان څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې یاده مرسته به په بشري برخه کې مصرف شي.

دوه مياشتي مخکي د خوړو نړیوال پروګرام هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان له لوري د ۱۳.۵ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی ؤ.

په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره د جاپان مرسته تر ۷۳ میلیونه ډالرو پورې رسېږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس